ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفیرې نیکې هیلې استعفا منلې،ايوانکا ټرمپ يې پر ځای ټاکل سوې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملګرو ملتونو کې ددې هیواد د سفیرې نیکې هیلې استعفا منلې ده.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له نیکې هیلې سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره به د ۲۰۱۸ م کال په پای کې خپله دنده پریږدي.

” هغې فوق العاده دنده ترسره کړه. موږ له یو بل سره په بهترین ډول کار وکړ. موږ ډیرې ستونزې هوارې کړې او د نورو ډېرو ستونزو د هواري په پروسه کې یوو.“

تر اوسه پورې په دې اړه چې ولې دا لوړپوړې امریکايي ډیپلوماټه له خپلې دندې لرې کیږي، جزییات نه دي ورکړل شوي.

یو شمېر راپورونه وايي، شپږ څلوېښت کلنه نیکي هېلې چې د جنوبي کارولینا ایالت پخوانۍ والي وه، د ۲۰۲۰ م کال په انتخاباتو کې د کاندیدو لپاره چمتوالی نیسي.

خو میرمن هیلي د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدو هیڅ نیت نه لري.

د نيکي هيلې تر استعفا وروسته ډانلډ ټرمپ خپله لور د هغې ځايناستې ټاکي.
ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کي خبريالانو ته وويل، چي د انواکا ټرمپ ټاکنه به غوره انتخاب وي خو ده وویل، چي هغې ته د واسطې له امله به د انتقاد سره مخ سي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...