یوه نوې سروې ښیي چې د ولسمشر پوتین محبوبیت ډېر کم شوی

یوه نوې سروې ښیي چې د هغو روسانو شمېر چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې هېواد تر ټولو د باور وړ سیاستوال بولي په تېر یوه کال کې ډېر کم شوی دی.

دغه سروې چې د لیوادا په نوم یوه خپلواک مرکز د سپټمبر له ۲۰مې د سپټمبر تر ۲۶ پورې ترسره کړې نتیجه‌یې د دوشنبې په ورځ خپره شوې ده.

د دغې سروې په سلو کې ۳۹ ګډونوالو ویلي چې پوتین‌یې تر ټولو د اعتماد وړ شخص دی.

دغه شمېره د تېرې جون میاشتې په نسبت په سلو کې ۹ او د تېرې نومبر میاشتې په نسبت ۲۰ فیصده کموالی ښیي.

د دغې سروې له مخې د ګډونوالو په سلو کې ۱۵ یې ولادیمیر ژیرینفسکي چې یو افراطي ملتپال سیاستوال بلل کېږي او د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د باور وړ شخصیتونه بللي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په سلو کې ۱۰ د باور وړ شخص یاد کړی دی.

x

دا هم وګورئ

دشهيد عبدالاحدکرزي د روزنتون پر زده کوونکو البسه توکي و وېشل سوه

د شنبې په ورځ د سرپرست والي عبدالحنان منيب له لوري د شهيد عبدالاحدخان کرزي ...