کندهار والي وايي په دولتي کورونو کي مېشت اوسېدونکي بايد دولت ته مياشتنۍ کرايه ورکړي

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي وويل ،چي په دولتي کورونوکي مېشت اوسېدونکي بايد دولت ته مياشتنۍ کرايه ورکړي ،ترڅو د دې لاري دولتي مځکي د غصب څخه ژغورل سوي وي.

د اداري مجلس غونډه ،چي دکندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا په مشري جوړه سوې وه پکښي د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال ،مرستيال والي عبدالحنان منيب، د دولتي ادارو مسؤلينو او استازو برخه اخيستې وه.

په غونډه کي پر يوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه ئې لازمي پريکړي وسوې.

د اداري مجلس په پيل کي د تجارت او صنايعو خوني رئيس علاوالدين خان حميدي وويل پسله ډيرو کلونو دکندهار صنعتي پارک د سرنويشت موضوع روښانه سوې او د جمهور رئيس په حکم دکندهار صنعتي پارک هم د نورو ولايتونو په څېر دکندهارښاروالۍ څخه د تجارت او صنايعو خوني رياست ته سپارل سوی ،چي بايد نور اجرآت ئې په ولايتي کچه ترسره سي.

ښاغلي حميدي وويل د دې انتقال سره سم به ډېری صنعتکاران د لازمو اسانتياو څخه برخمن سي.

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا وويل د صنعتي پارک په تړاو بايد د جمهور رئيس حکم عملي سي خو په وينا ئې په صنعتي پارک کي ډېری صنعتکاران دکندهارښاروالۍ او مستوفيت باقيان دي.

د ښاغلي ويسا په وينا ترهغو به هيڅ يوه صنعتکار ته د ملکيت سند ورنه کړي ،ترڅو ،چي خپل باقيات ئې تصفيه کړی نه وي.

کندهاروالي د دې ترڅنګ هدايت وکړ ،چي په صنعتي پارک کي بايد ټولي هغه مځکي بيرته د دولت ملکيت وګرځي،چي دپانګوني په نامه ترلاسه سوي خو تر اوسه شاړي ولاړي دي.

کندهارسرپرست ښاروال محمد نسيم رضايي وويل کندهارښاروالي په صنعتي پارک کي پر صنعتکارانو 102 ميليونه افغانۍ باقيات لري او ترڅنګ ئې کندهار مستوفي هم پر 92  فابريکو دخپلو باقياتو خبر ورکړ.

په غونډه کي دغه راز د نخي نساجي فابريکې استازي له ولايتي ادار وغوښتل ،چي د دې فابريکې اړوند غصب سوي مځکي له غصب څخه خلاصي کړي او د دې فابريکې اړوند ټول جايدادونه ورته په نښه کړي.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په دې تړاو اړوند مسؤلينو ته هدايت وکړ،چي ژر تر ژر د نخي نساجي فابريکې اړوند غصب سوي مځکي له غصب څخه خلاصي کړي او د دې فابريکې اړوند نورو جايدادونه ورته په نښه کړي.

والي تورنجنرال زلمي ويسا د دې ترڅنګ لارښوونه وکړه ،چي له دې وروسته بايد په ټولو دولتي سيمو کي اوسېدونکي کسان دولت ته مياشتنۍ کرايه ورکړي ،ترڅو له دې لاري دولتي ملکيتونه د غصب او نورو جعل کاريو څخه خوندي ساتل سوي وي.

کندهار والي دغه راز يو ځلي بيا د دولتي مالياتو او باقياتو پر راټولولو ټېنګار وکړ او اړوند مسؤلينو ته ئې دنده وسپارل،چي په دې برخه کي اړين اقدامات وکړي او خلک په ذهني ډول دې ته اماده کړي ،چي په خپله خوښه دولت ته ماليه تحويل کړي.

د هغه په خبره څونده ،چي موږ خپله ماليه او باقيات زيات راټول کړو په هغه اندازه به ولايتي ادارې ته زياته کلنۍ بودجه ځانګړې سي.

 

والي تورنجنرال زلمي ويسا په غونډه کي د پوليو د واکسين په ښه تطبيق کي د ټولو کندهاريانو پر برخي اخيستلو ټېنګار وکړ او وې ويل،چي په ګډه بايد د دې ناوړه مرض په مخنيوي کي جدي هلي ځلي وکړو.

کندهار والي د ښار او کور جوړولو رئيس ته سپارښتنه وکړه ،چي ژر تر ژره دخرقې مطهرې دپارک په بيا ترميم او رغولو کي جدي هڅي وکړي او دغه مقدس ځای د لازم پارک څخه برخمن کړي.

د غونډي په وروستۍ برخه کي کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د کندهار استناف څارنوال محمدشعيب ثابت ته ،چي دجمهور رئيس په حکم د فراه د نوي والي په حيث مقرر سوی د نوي دندي مبارکي وويل او هغه ته ئې په نوې سپارل سوې دنده کي دبريا هيله وکړه.

کندهار والي د ښاغلي شعيب دکاري ماموريت ستاينه وکړه او هغه ته يې د اعزاز بګړۍ ورپه سر کړه.

د اداري مجلس په غونډه کي پر وړاندي سوو قراردادونو هم بحث وسو؛هغه ،چي قانوني مراحل ئې بشپړ وه تاييد او په کومو کي ،چي نيمګرتياوي موجودي وې دحل په موخه رد سوه.

خبریال: ولي محمد انوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...