کندهار والي د ولسي وګړو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وکتل

د يک شنبې اوونيزه غونډه د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا په مشري جوړيږي، د سکتوري ادارو رئيسان، مسئولين او ولسي وګړي ګډون پکښي کوي.

په غونډه کي ولسي وګړي د کندهار والي سره ستونزي په مخامخ ډول شريکوي، چي وروسته اړوند مسئولينو ته د حل پر لارو چارو سپارښتنه کيږي.

نننۍ غونډه د يوې مېرمني د ستونزو په شريکولو پيل سوه؛ يادي مېرمني يادونه وکړه، چي يو کال کيږي خاوند ئې ورک سوی، خو دوی ئې په اړه هيڅ مالومات نه لري. يادي مېرمني يادونه وکړه، چي خاوند ئې د کورنۍ له نورو غړو سره په بازار کي ګرځېدئ، چي نامالومو کسانو بېولی او تر اوسه ئې درک نسته.

د يادي موضوع په اړه کندهار والي اړوند مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چي په دې اړه جدي پلټنه وکړي او د ورک سوي کس په اړه مالومات وړاندي کړي.

په غونډه کي نوري ستونزي هم شريکي سوې، يوه کس يادونه وکړه، چي نورو کسانو ئې مځکه غصب کړې، خو وروسته مالومه سوه، چي مځکه دولتي وه او يادو کسانو هر يوه کوښښ کوئ، چي د خپل ځان ئې کړي.

د غونډي په جريان کي بېلا بېلي ستونزي بيان سوې، ځينو کسانو يادونه کول، چي له نورو ملګرو سره ئې په شراکت کار پيل کړی، خو اوس ئې تر منځ ستونزي را پورته سوي او حل لاره ئې غواړي.

دا او ورته نوري ستونزي د کندهار والي او په غونډه کي د ناستو مسئولينو له لوري واږرېدل سوې، چي د ټولو ستونزو د حل لپاره پر اصولي لارو چارو د حل لپاره خبري وسوې.

د يادولو ده، چي هره يک شنبه په ولايت مقام کي د کندهار والي په مشري غونډه جوړيږي، چي ولسي وګړي پکښي خپلي ستونزي په مخامخ ډول د کندهار والي سره شريکوي.

خبریال: آرين

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...