کندهار والي د ناټو له استازي، کاناډا سفير او د امريکا د سفير له مرستيالي سره وليدل

 په دغه ليدنه کي د سولي او راتلونکي ټاکنو اړوند ګډ بحث وسو ،چي کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا وويل  ولايتي اداره د راتلونکو ټاکنو لپاره پوره چمتووالی لري او د ځانګړو طرحو له لاري غواړي دغه پروسه په شفاف ډول بشپړه کړي.

ښاغلي ويسا وويل  ولايتي ادارې د امنيتي اورګانونو سره په ګډه همږغۍ د ټاکنو لپاره د ډاډمن امنيت د رامنځته کولو په موخه لازم تدابير نيولي.

کندهاروالي وويل وخت پر وخت يې د ديني عالمانو، قومي او ولسي مشرانو او ملاامامانو سره د دايمي سولي د رامنځته کولو په موخه ګډي ناستي ترسره کړي او ژمنه لري چي دالړۍ به جاري ساتي ترڅو ولس مو د سولي څخه برخمن او د ارام او هوسا ژوند کولو زمينه ورته مساعده سوې وي.

 د دې ليدني په ترڅ کي ديادو هيوادونو سفيرانو او استازو دکندهار ولايتي ادارې هڅي وستايلي او په دواړو برخو کي ئې د لازمو همکاريو ژمنه وکړه.

نیوز څانګه

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...