کندهار والي او دیني عالمان د اوبو د زیات مصرف پرمخنیوي ټينګار کوي

تیرکال د تیرو کلنو په پرتله موسمي بارانونه ډیر کم وسوه، چي له امله يې کال تربل هر وخت وچ وو او ډيری خلک د اوبو د ستونزو سره مخ دي.

ولایتي اداره دیادي ستونزي دحل په موخه دهري ممکنه لاري کار اخلي او ددې ترڅنګ کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا او دیني عالمانو پر خلکو ږغ وکړ، چي د اوبو د زیات مصرف څخه دي ډډه وکړي، ترڅو د مځکي لاندي د اوبو زیرمي وساتلای سوو.

اسلام هغه  دین دی، چې دانسان دژوند لپاره په هره برخه کې تعامل او غوره چوکاټ  لري اوددې سپارښتنه کوي چې مسلمانان باید دهغه پیروي وکړي، که له یوه لوري یې په  مشروع ډول دالهي نعمتونو اودژوند له ښایستونو څخه داستفادې جواز ورکړی، له بل لوري یې په ژوند او نعمتونو کي له اصراف اوافراط څخه کلکه منع هم کړې او هماغه حلال کار یې ناروا اوحرام بللی دی.

دعالمانو شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني او یو تن دیني عالم دقران او احاديثو په رڼا کي د اصراف پر مخنیوي ټینګار وکړ.

هغوئ زیاته کړه، که خلک د اوبو سپما ونکړي د الله پاک ج د اوامرو به سرغړونکي و اوسي او هم به ددوئ دغه اصراف موجوده اوبه په مځکه کي خلاصي او خلک به د لازیاتو ستونزو سره مخ سي.

دکندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا وویل، دکندهار خلک په دې وروستیو کي د طبي پیښو سره مخ سوي، خو مرکزي اداره او دوئ دیادو ستونزو دحل لپاره په تدریجي ډول کار کوي.

ښاغلي ویسا په تکرار سره د اوبو پر سپما ټینګار وکړ او په خبره يې که خلک کمي اوبه مصرف کړي، نو به دمځکي لاندي د اوبو زیرمي ولرو او راتلونکي کي به ورڅخه ګټه پورته کړو.

همداراز تورنجنرال زلمي ویسا پر دیني عالمانو، ښوونکو او مدني فعالانو ږغ وکړ، چي د اوبو داصراف زیانونه دي دخلکو سره شریک او په دغه برخه کي دي سپما وکړي.

ښاغلي ویسا بیاهم ټولو خلکو ته ډاډ ورکړ، چي دهري ستونزي دحل لپاره يې زیاتي هلي ځلي کوي او هرڅه به د امکاناتو په شتون سره حل کړي.

دهغه په خبره، جدي دی، چي دخپل سرو برمو د وهلو مخه نیسي.

په دې وروستیو کي دولس تړون مسؤلین او دیوشمیر وزارتونو معینان کندهار ته راغلي وه، هغوی ډاډ ورکړ، چي د اوبو د ستونزو دحل په موخه به د اړتیا پر اساس پروژې پلي کړي او په دغه برخه کي يي له خلکو د لومړنیو اړو سیمو په ګوته کولو همکاریو غوښتنه وکړه.

همداراز کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا دیاد پلاوي څخه په تکرار د اوبو دستونزو دحل په موخه اړینو پروژو د ژر پیل غوښتنه وکړه.

خبریال: عبدالقاهرپیوستون

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...