کندهارکي د ملي اردو سرتېرو د کندهار د وروستۍ پېښي د قربانيانو د ارواح د خوښۍ په موخه د قرآن عظیم الشان ختمونه وکړل

د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو په درېيمه پلي لوا کي د کندهار په وروستۍ تروريستي پېښه کي د کندهار د امنيه قومندان شهيد ستر پاسوال عبدالرازق او د ملي امنيت د رئيس شهيد عبدالمؤمين حسين خېل د فاتحې مراسم ترسره سوه.

د فاتحې په دغه مراسمو کي د درېيمی پلي لوا قومندن بريد جنرال امير محمد افضلي، درستيزوال ډګروال محمد اياز، د لېوا مرستيال ډګروال اغالالي او د ټولو جزتامونو او لوا ګانو، افسرانو، بريد ملانو او لوړو پوړو چارواکو برخه اخيستې وه.

د قرآن عظيم الشان د ختم په مراسمو کي د کندهار په تروريستي پېښه کي امنيه قومندان شهيد سترپاسوال عبدالرازق او د پېښي ټولو قربانيانو ته د الله ج له درباره د جنت فردوس او ټپيانو ته د ژر روغتيا هیله وسوه.

نیوز څانګه

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...