ډېوه صمد: عمر مي معينيت ته برابر دئ

له څو ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې دعامې روغتيا وزارت د مرستيالې په توگه د ډيوې صمد په گمارنې د نوموړې په “عمر ،ز ده کړو او په واسطه د تقرر”تبصرې کيږي.

ډيوې صمد لږ مخکې امريکا غږ اشنا سره په خبرو کې ووویل چې د ماليزياپه یو معتبر پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې کړي، په هماغه پوهنتون کې يې استادې او د څيړنې په برخه کې کار کړې، د همدې هيواد(مالیزيا) د بهرنیو چارو وزرت لخوا ورته د ښې او لايقې محصلې ايوارډ هم ورکړل شوې او ترڅنگ يې ورته د رسمي دندې وړاندیز هم شوې و.

هغې وویل “هيوادنۍ مينې او یوې نړيوالې سروې په اساس د افغان مېندو او ماشومانو د مړينې د لوړې کچې راپور لوستلو دی ته وهڅوله چې افغانستان ته راشي او په دی برخه کې له څيړنو وروسته داسې سیستم جوړ او کار پرې وکړي چې د ټولو وگړو په ځانگړې توگه د مېندو لاسرسې روغتيايی خدماتو ته ډيرشي.”

همدا و چې د تشويق د پروگرام له لارې چې یو آزاد رقابتي سیستم دی ، د چارو رياست د معينيت په هغه څانگه کې پر دندې وگمارل شوه چې هدف يې په ادارو کې د نويو سیستمونو ایجادول وو.

هغه وايي عمر يې د قانون له مخې کار لپاره برابر دی، د چا په سپارښتنه نه بلکه په آزاد رقابت کې يي برې او وروسته په کارونو کې يې لاسته راوړنې ددې سبب شوې چې د مرستيالۍ دنده وروسپارل شي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...