چین: د انټرپول رئیس له قانونه د سرغړوني په تور تر پوښتني لاندي دی

چینايي چارواکي وايي، د انټرپول یا نړیوالو پولیسو رئیس له قانونه د سرغړونې په تور تر پوښتنې لاندې دی.

د چین ملي څارګر کمېسیون دا خبره د یکشنبې په ورځ اعلان کړه.

انټرپول مخکې ویلي و چې د دغې ادارې د مشر منګ هونګوی د لادرکه کېدو په اړه یې له بیجینګه مرسته غوښتې ده.

منګ هونګوی په دې سربېره چې د انټرپول رئیس دی، د چین د عامه ساتنې وزارت مرستیال هم دی.

د منګ مېرمنې ویلي، د سېپټمبر له ۲۵ له کله چې دی چین ته رسیدلی و هېڅ احوال یې نه لري.

انټرپول د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د دې ادارې د مشر منګ هونګوی د سلامتیا په اړه د بیجینګ د ځواب په تمه ده.

x

دا هم وګورئ

دشهيد عبدالاحدکرزي د روزنتون پر زده کوونکو البسه توکي و وېشل سوه

د شنبې په ورځ د سرپرست والي عبدالحنان منيب له لوري د شهيد عبدالاحدخان کرزي ...