په کندهار کي د بست زون انټرکلب کرکيټ سيالۍ پيل سوې

دا سيالۍ د بست زون د ۷ ولايتونو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي، چي پنځه ورځي به دوام وکړي.

مسؤلين وايي، ګټونکې لوبډله به وروسته د افغانستان د شپږو زونونو په کچه د انټر ريجن کلب په کرکيټ سياليو کي برخه اخلي.

په کندهار کي د جمعې په ورځ د زون په کچه د کرکيټ انټرکلب سيالۍ د د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د پټۍ په پرېکولو سره رسماً پیل سوې.

د کندهار کرکيټ بورډ ولايتي ریئس مسعود رحماني وايي، د زون په کچه د کرکيټ بورډ انټرکلب سیالۍ به پنځه ورځي دوام وکړي، چي د اوو ولايتونو تکړه لوبډلي به پکښي سيالۍ تر سره کړي.

د ده په وینا، د دې اوو ولايتونو د کرکيټ د ۱۲ ټيمونو فاينل ګټونکې لوبډله به په راتلونکو څو ورځو کي د زونونو په کچه په لاره اچول سوي ټورنمینټ کي برخه واخلي چي د هغه ګټونکې لوبډله به د هيواد څخه بهر په سریلانکا کي د سریز لوبي ته لاره پیداکړي.

د هرات او هلمند ولايتونو لوب غاړي د دا ډول ټورنمينټونو جوړول ډېر ګټور بولي او وايي، چي د ولايتي ټيمونو سره لوبي تر سره کول يې نور هم تشویقوي او په دې سره ګڼي تجربې لاسته راوړي .

د کرکيټ لوبغاړي وايي، د ولايتونو د لوبډلو ترمنځ سيالۍ به لوبغاړي په راتلونکي کي له خورا لوړو تجربو او ښو مهارتونو سره مخ کړي، چي دا چاره به د نورو هيوادونو سره د لوبو پرمهال لوبغاړو ته اسانتياوي رامنځ ته کړي.

خبریال: عبدالقيوم شکوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...