په زابل کې داداري اوحسابدارۍ انستیتیوت نوې ودانۍ ګټي اخیستې ته وسپارل سوه 

ددې ولایت والي وايي چې پردې ودانۍ تر دولسو میلیونو افغانیو زیات لګښت راغلي چې دپوهني وزارت لخوا ورکړل سوي. 
په مرکز کلات کې نن داداري او حسابدارۍ انستیتیوت نوې ودانۍ تر جوړیدو وروسته نن دزابل دوالي او محلي چارواکو اومشرانو دلوري د پټیو په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل سوه .
دزابل والي رحمت الله یارمل وايي چې یاده ودانې په دوه پوړه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه سوې چې د محلقاتو ترڅنګ شپاړلس درسي خوني او د محصلينو لپاره ۲۸۰ سيټه چوکۍ او ميزونه هم اماده سوي دي .


ښاغلي یارمل زیاتوي چې پر دغه ودانۍ دولس نيم ميليونه افغاني لګښت راغلی چې دپوهني وزارت دانکشافي بودیجې څخه ورکول سوي دي .

نوموړي په ښوونیزه برخه کې پرمختګ او زابلي ولسونو ته دزده کړي پر زمینې برابرولو خوښي وښوده او زیاته کړه چې په سږ کال کې دپوهني بهیر وده کړې .


دزابل دولایتي شورا ریس او قومي مشران په دې ولایت کې د رغنیزو پروژو پر کار پیلیدو خوښ وښوده او زیاته کړه چې پدې وروستیو کې پدې ولایت کې دبیارغوني کارونه شروع سوي چې ورسره سلګونه کسانو ته دکار زمینه برابره سوې. 
دیادوني وړده چې د څه مودې راهيسي په کلات ښار کې دیوشمیر رغنیزو پروژو کارونه پیل سوي دي چې ورسره سلګونو کسانو ته دکار کولو زمینه هم برابره سوې ده.

خبریال:  محبوب حکیمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...