پام چې وار دې خطا نه شي، ما منلې غرغرې دي / فياض حميد

تادين خان د هغه مېړني شخص زوی چې د دې هېواد لپاره يې سر کېښود، د هغه مېړني سړي وراره چې هېواد په مينه کې يې غوښې پر سرکونو پاتې شوې او د هغه مېړني شهيد مېړنی ورور چې د د ژوند تر وروستۍ شېبې  دې هېواد د دښمنانو پر وړاندې سپر و او خپل سر يې ترې قربان کړ.

تادين خان لا کوچنی و، پلار او تره يې ووژل شول، اوس چې زلمی شو، د غر غوندې ورور يې ونړېد، هغه له شاوخوا دوه اوونيو راهيسې د ورور فاتحه اخلي، هره ورځ چې سهار راپاڅېږي د ورور فاتحه به يې د هغه د زړه درد راتازه کوي، خو نن د يو هېواد پلوه او ملي ګټو ته ژمن انسان په څېر د فاتحې له مراسمو پاڅېد او د ټاکنو په ملي پروسه کې يې ونډه واخيسته.

هو! د هغه پر يوه رايه نه څوک بريالی کېږي او نه څوک ناکامېږي، خو هغه په دې کار وښوده چې که دروند غم يې هم پر اوږو بار وي بيا به هم په ملي پروسو کې ګډون کوي.

د تادين خان کورنۍ پر تدريجي ډول وژل کېږي، لومړی يې پلار، بيا يې تره او بيا يې د غر پر څېر ورور. هغه پوهېږي، پر کومه لار چې يې قدم کېښود دا د سر تر قربانۍ بله پايله نه لري، خو تادين خان د وطن پر لار دا هر څه پر ځان منلي او د وطن د برم پر خاطر يې (منلې غرغرې دي).

د تادين خان زړه، خو پښتنه، له وجوده کمزورې، خو پر هوډ غښتلې، له زړه کمزورې، خو د وطن پر مينه اباده مور هم دا هر څه پر خپلو ويرليدلو سترګو ګوري، خو خپل زوی د وطن له ساتنې نه منع کوي، پر شاه يې ټپوي او حوصله ورکوي.

د تادين خان د دې سترې او با شهامته مور حوصلې او مېړانې ته چې ګورم، د خوشال خټک دا بیت رايادېږي چې؛

چې د باغ سروې يې پستې تر قامت دي
پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي؟

د تادين خان مور يوازې پر قامت نه، بلکې پر پښتونولۍ، اتلولۍ، زړورتيا حوصلې هم ستره ده، ځکه خو يې د (شهيد جنرال عبدالرازق اڅکزي) پر څېر ستر مېړنی زوی زېږولی دی.

نن د تادين خان د ټاکنو د ورځې انځور پر ليدو باوري شوم، چې که يو جنرال رازق شهيد شو، بل رازق وزېږېد، که هغه پر وطن سر کېښود، بل رازق ميدان ته راودانګل، که د پاکستان مخ ته سپر انسان له دې نړۍ وکوچېد، بل يو راغی او د دغه هېواد مخ ته به فولادي دېوال جوړېږي، که د ډېورنډ کرښې مدافع د ډېورنډ د کرغېړنې کرښې د لمنځه وړلو ارمان ګور ته يوړ، بل يو داسې څوک شته چې د خپل مشر ورور دا ستر ارمان ورپوره کړي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د ای‌ايس‌ای د ماشيني چچوڼو مور

د ای‌ايس‌ای د ماشيني چچوڼو مور نعیم سید زما دقیق په یاد دي کال ۱۳۷۰هجري ...