وسله وال مخالفین ولي دولسواکۍ څخه بېره لري

پرته له شکه چي اسلام یو کامل دین دی، چي احکام یې له هر وخت سره سم پر هر چا د پلي کیدو وړ دي.هر څوک، چي په خپل ژوند کي اسلامي احکام عملي کړي، په دنیا او اخرت کي به یې له مزایاوو څخه برخمن شي.
په اسلام کي پر شورا تاکید سوی او له مسلمانانو غوښتل سوي، چي په خپلو منځونو کي دي سره سلا او مشورې وکړي.
پیغمیر صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی امر کړی، چي له صحابه کرامو سره مشوره وکړه:
(وامرهم شورا بینهم ) پرته له شکه، چي شورا زیاتي ګټې لري او کوم کار، چي په مشورې سره تر سره سي، بیا پښيماني او نیمګړتیاوې نه لري.شورا د یوه عادلانه او ولسواکه نظام اصل ګڼل کیږي او مسلمانانو ته په کار ده، چي په خپلو منځونو کي سلا مشورې وکړي.

په تېرو وختونو کي صحابه کرامو خپل زعامت د مشورې او یا هم د وصیت له لارې ټاکلی دی.
خو په نننۍ نړۍ کي د زعیم او ولسمشر ټاکلو ډېره غوره لار د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کول دي.
باید په پام کي ونیول سي، چي د ټاکنو له لارې د مشرتابه ټاکنه، لکه څنګه چي ادعا کیږي، د لويدیځ تمدن او لاسته راوړنه نه ده، بلکي په اسلامي فرهنګ او ارزښتونو کي ریښې لري، هغه عمده ټکي چي موږ په دغه کار باندی باورې کوي هغه داسلام د مبین دین کي د شورا بیعت او اجماع په اړوند د حکمونو شتون دی چي د هریو مفاهیمو په څیړنې تفسیر او پراختیا سره کولاې سو د ټاکنو او مشرانو د ټاکلو د څرنګوالې په اړه پراخې نظریې ترلاسه کړو او دغه راز د اسلام د ستر پیتغمر سنت دی چي له درنو صحابه کرامو سره به یي سلا مشورې کولي.

دپورته څرګندونو پربنسټ زموږ دهیواد اوسنی  سیاسي نظام  هم  دآزادو ټاکنو او داولسونو دپراخ ګډون په نتیجه کي منځ ته راغلی او افغان دولت اوملت دې ته ژمن دي ،چي راتلونکی سیاسي زعامت به هم دټاکنوله لاري منځ ته راځي  او د ولس داستازو لخوا دسلا او مشورو پربنسټ  به خپله تګلاره ټاکي  ، همدې اصل ته په کتو همداوس په هیواد کي دولسي جرګې لپاره دانتخاباتوپه درشل کي یو او دولت اوملت غواړي ، چي دراتلونکي ولسي جرګې لپاره انتخابات په ازادانه  او دهر ډول لاسووهنو پرته ترسره سي .  اوسمهال د ولسواکی د حاکمیت لپاره دغه کار یو منل سوی نړیوال اصل ګڼل کیږي او په زیاتو هیوادونو کي خلک له همدغه لارې خپل سیاسي زعامت ته رایه ورکوی.

خو بل طرف ته موږ ګورو ، چي ددولت وسله وال مخالفین کوښښ کوي ، چي په انتخاباتو کي خنډونه را منځ ته کړي او دټاکنو مخنیوي وکړي ، که څه هم دوي ادعا کوي ، چي دولس وارادې ته درناوي لري او خپل ځانونه داولس استازي بولي ، خو په عمل کي داولس د ارادې په وړاندي دریږي او غواړي دزور دلاري واک ته ورسیږي ، دوي ځکه دانتخاباتو مخالفت کوي ، چي دخلګو دواقعي قدرت او ،اولسواکۍ څخه بېره لري او په حقیقت کي ددوي ټولي کړني د اولس دغوښتنو خلاف او حتی ټولي  اعمال او ترهګریز فعالیتونه يي داسلامي نصحو خلاف کاردئ. طالبان دخلګو پروا نلري ، نه دخلګو رايي ته احترام کوي او نه پر ولسواکي ، چي داسلامي نظام یواصل دي باورلري ، دوي ته یوازي خپلي ګټي  اهمیت لري اوبس . د ټاکنو د ترسره کیدو په مخالفت کي داسي کوم صریح نص هم وجود نلري نو بنا مسلمانانو ته پکار ده چي په انتخاباتو کي برخه واخلي اود خپل زعامت په اړه خپله مشوره درایي په واسطه ورکړی ، دغه کار د امنیت ثبات په ټینګښت کي مهم رول لري او دغه راز د یوه نظام د مشروعیت لپاره عمده عنصر ګڼل کیږې. نو ټول اولس ته په کار ده ، چي خپله رایه ،چي ددوي امانت ده په سالمه توګه وکاروي او هر هغه چاته خپله رایه ورکړي  ، چي ددوي ستونزو او غوښتونو ته پروخت جواب ووایي .

 

 

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

پارلماني ټاکني د هېواد ژغورنې یو طلایي فرصت | فضل الربي همت

جمهوریت او ډیموکراسي په ننۍ نړۍ کې د ښې حکومتولۍ یو منل شوی اصل دی. ...