هلمند امنیه قوماندان: هیڅ ډول ګواښ ټاکنیز بهیر ته زیان نسي رسولای

د هلمند امنیه قوماندان د وسله والو مخالفینو وروستۍ اعلامیه چي ټاکنیز بهیر ته دي زیان ورسوي ، تش تبلیغات وبلل.

د ده په وینا دغه ډول تبلیغات وسله وال مخالفین او د هغوی ملګري خپروې ، چي غواړي په دې توګه ولسواکۍ ته زیان ورسوي.

دی وايي د ټولو ټاکنیزو مرکزونو امنیت خوندی دي او د ترهګریزو بریدونو مخنیوي لپاره يي لازم اقدامات نیولي دي.

د هلمند امنیه قوماندان پاسوال محمد رازق یعقوبي ، چي هلمند کي يي له ټاکنیزو سایټونو څخه لیدنه کول ، وویل : چي په مرکز او ولسوالیو کي د ټاکنو لپاره يي لومړی درجه امنیتي تدابیر نیولي دي.

د ده په وینا خلک پر امنیتي ځواکونو باور لري او له هغوی سره د ټاکنیز امنیت برخه کي پوره همکاره دي.

ده د وسله والو مخالفینو ورستۍ اعلامیه د هغوی  تبلیغات وبلل ، چي د ده په قول یوازي د ولسونو د بیري لپاره يي خپروې ، امنیه قوماندان وايي ، په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کي د امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا جدي تدابیر نیول سوي دي ، او د هر ډول ترهګریزو بریدونو مخه نیسي.

د ولسي جرګې تاکنیز کمپاینونه روان دي ، په همدې ترڅ کي تیره ورځ هلمند کي د یوه نوماند پر دفتر چاودنه وسوه ، چي ګڼو کسانو ته پکي مرګ ژوبله واوښتل.

د هلمند دیني عالمان دغه ډول چاودني د اسلام او شریعت خلاف بولي او وايي طالبان باید پر ملکي خلکو له چاودنو لاس واخلي ، ځکه په دغه ډول بریدونو کي بې ګنا خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

هلمند کي د علماو شورا د یوې غونډي په ترڅ کي له ټولو ولسونو وغوښتل ، چي ټاکنو کي ګډون وکړي ، او پرته له کومي ویري ، د خپلي خوښي وړ نوماند ته رایه ورکړي.

د دوی په وینا دغه بهیر مشروع دی او خلک حق لري ، چي خپل استازي پخپله خوښه وټاکي.

خبریال: مطمین

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...