مرستيال والي کندهارکي د اقتصادي زون دجوړېدو پر معياري کېدو او ښه خدماتو باندي ټينګار وکړ

د جمهوري رياست د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختيا کمېسيون غړو د يکشنبې په ورځ په ولايت مقام کي د مرستيال والي عبدالحنان منيب په مشري د يوشمېر سکتوري رياستونو له رئيسانو سره وليدل.

په دغه ليدنه کي مرستيال والي او د ځينو سکتوري ادارو استازو په کندهار کي د اقتصادي زون پر جوړېدو خوښي وښوده او په دغه برخه کي يې د راغلي پلاوي سره خپل پشنهادونه شريک کړل.

په دغه غونډه کي لومړي مرستيال والي عبدالحنان منيب خبري وکړې او پرمهال يې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د اقتصادي زون پر جوړېدو خوښي وښوده.

ښاغلي منيب وويل، ولايتي اداره هڅه کوي، څو د کندهار په سبين بولدک ولسوالي کي د مرکزي حکومت په خاصه پاملرنه باندي په زر جريبه مځکه کي سوداګريز زون جوړ کړي.

پرهمدې مهال د ښار جوړولو رياست رئيس انجنير محمد حنيف د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ ماسټر پلان د غونډي له ګډون والو سره شريک کړ او د يادي ولسوالۍ اړوند يې پوره معلومات ورکړه.

د برېښنا رياست رئيس امان الله فاروقي بيا وويل، چي اوس مهال کندهار ښار ته په کجکي کي کي د اوبو د کمښت له امله يوازي او يوازي ۳ ساعته برېښنا ورکوي.

ښاغلي فاروقي زياته کړه، د اقتصادي زون لپاره تر ټولو مهم لومړي برېښنا ده، څو هلته ورباندي ستونزي حل او کار مخ ته په يو وړل سي.

د کندهار د ګمرک رئيس وويل، د کندهار په هوايي ډګر کي هم په ۱۰ جريبه مځکه کي اقتصادي زون جوړېږي، چي هلته به د هوايي ډګر په برخه کي خورا لويي ستونزي ورباندي حل کړل سي.

وروسته د مرکز کابل څخه د جمهوري رياست د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختيا کمېسيون غړو، چي مشري يې انجنير سمېع کوي په کندهار کي يې د اقتصادي زون د جوړېدو په برخه کي د ولايتي ادارې له همکارۍ څخه مننه وکړه.

ښاغلي سميع وويل، د دوي کاري ټېم به په نژدې ورځو کي سپين بولدک ولسوالۍ ته ولاړ سي او هلته به د سيمي څخه د نژدې د عملي کار په موخه ليدنه وکړي.

خبریال: روزالدين ايازي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...