صیاد: پر ټاکنیز بهیر د خلکو صفر شوی اعتماد لوړ سو

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان بدیع صیاد وايي، پر ټاکنیز بهیر د خلکو صفر شوی اعتماد یې لوړ کړ.

صیاد پرون شنبه د اکټوبر ۲۰مه، په کابل کې په خبري غونډه کې ومنله چې د بایومټریک سیسټم د نوي والي او د وخت د کموالي له امله تخنیکې ستونزې پېښې شوي، خو ډېر خلک وتوانېدل چې رأی ورکړي.

صیاد زیاته کړه:

“زه له خپلو وطنوالو چې د رأیو مرکزونو ته راغلل مننه کوم چې مرکزونو ته راغلل او د خلکو د روغې دعوې یې باطلې کړې. دا د دې ښکارندوي ده چې خلک له انتخاباتو سره څومره مینوال دي او د انتخاباتو کمېسیون څومره کار کړی چې هغه اعتبار چې صفر درجې ته را ټيټ شوی و، داسې مرحلې را ورسوي چې میلیونونه وګړي له ټولو ستونزو سره هم له کورونو را ووځي او خپلو کاندیدانو ته رأی ورکړي.”

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې په هغو مرکزونو کې به چې د تخنیکې ستونزو له امله نه و پرانېستل شوي، نن یکشنبه د اکټوبر ۲۹مه بیا انتخابات وشي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...