سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي د تري تم کېدو د قضیې په خاطر په دغه هېواد لګېږي.

بریتانیا، فرانسې او جرمني پرون په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې له دې قضیې سره جدي چلند کوي.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پرون د دغه هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي چې ریاض سیاسي او اقتصادي ګواښونه او هر ډول تورونه ردوي.

پخوانی سعودي الاصله خبریال جمال خاشقجي د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ورغلی و، خو له هغې را وروسته یې مړی او ژوندی ورک دی.

ترکي چارواکو ویلي چې خاشقجي په کنسولګرۍ کې دننه وژل شوی خو سعودي دا خبره بې اساسه بولي.

x

دا هم وګورئ

کندهارکي داخلي بېځايه سوي ګډوالي کورنۍ د دولت او اړوند مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتنه کوي چي د دوی سره مرسته وکړي

د کډوالو چارو رياست مسئولین د یادو بېځايه سوو کسانو ستونزه پر ځای بولي خو ...