د «APL» په دوهمه لوبه کي ننګرهار کندهار او بلخ کابل ته ماته ورکړه

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ APL۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په دوهمه لوبه کي ننګرهار لوبډلي په خپله لومړنۍ لوبه کي کندهار نایټز ته ماته ورکړه، خو په ورپسې د لیګ په درېیمه سیالۍ کي بلخ لیجنډز لوبډلي د کابل ځوانانو لوبډلي ته ماته ورکړه.

دواړي لوبي د شنبې په ورځ او شپه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کي وسوې، چي په لومړۍ لوبه کي ننګرهار لوبډلي د کندهار لخوا د ۱۴۰ او بلخ لوبډلي د کابل ځوانانو لخوا د ۱۷۷ منډو هدف ترلاسه کړ.

تر دې مهاله په ترسره سوو درو لوبو کي کابل، ننګرهار او بلخ لوبډلو یوه یوه بریا خپله کړې، خو پکتیا او کندهار لوبډلي په خپلو لمړیو لوبو کي د بریا خپلولو کي پاته راغلي دي.

نن هم دوې لوبي ترسره کېږي؛ لومړۍ لوبه د پکتیا او ننګرهار لوبډلو ترمنځ ده، چي اوس هم دوام لري او دوهمه سیالي، چي پر اته بجې پيلېږي د کندهار او بلخ لوبډلو ترمنځ ده.

نیوز څانګه

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

کندهار والي د ناټو له استازي، کاناډا سفير او د امريکا د سفير له مرستيالي سره وليدل

 په دغه ليدنه کي د سولي او راتلونکي ټاکنو اړوند ګډ بحث وسو ،چي کندهاروالي ...