د کندهار یو شمېر ښځي راوتلي او د شهيد سترجنرال عبدالرازق د قاتلینو د نيولو غوښتنه کوي

دغه ښځي چي د کندهار ښار اړوند د شپږمي حوزې د سرپوزي زندان مخ ته راټولي سوې خبريالانو سره په خبرو کي وویل، چي حکومت دي د شهيد عبدالرازق قاتلين په خپله سزا ورسوي.

دا ښځو شهيد سترجنرال عبدالرازق د کونډيانو او ناچارو لاس نیونکی او د کندهار د امن راوستونکی وباله.

په کندهار ښار کي يوشمېر راټولو سوو ښځو د اعراض په ډول له حکومت غوښتنه وکړه، چي د کندهار د شهيد سوي امنيه قوماندان قاتلين دي د قانونو منګولو ته وسپاري.

دوئ چي له ځان سره يې د شهيد سترجنرال عبدالرازق عکسونه هم لېږدول خبريالانو ته وویل، چي نوموړي د کندهار په ګډون د ټولي سویلي حوزې په ښه امنيت او سوله راوستلو کي ستر رول درلودی.

دغو ښځينه اعتراض کونکو دغه راز وویل دکندهار خلکو ته پکار ده،چي د ښو کارونو په کولو سره د شهید روح ښاد وساتي.

د شهید سترجنرال عبدالرازق جنازه د جمعې په ورځ د ولایت مقام ترڅنګ خاورو ته وسپارل سوه، چي پکښي سلګونه کسانو ګډون کړی وو.

د شهيد مزار ته اوس هم هره ورځ سلګونه کسان ورځي او د هغه دارواح د خوښۍ لپاره دعاګاني کوي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...