د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه ۱۹۰ تنه محصلين فارغ سوه

د پنج شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ورځي او شپې له څانګي څخه ۱۹۰ تنه محصلين فارغ او فراغت ليکونه يې د يو لړ خاصو مراسمو پرمهال ترلاسه کړه.

ويناوالو په خپلو خبرو کي پر فارغه محصلينو ږغ وکئ، چي لا هم بايد لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او ځانونه بايد د پرمختللو هيوادونو له ځوانانو سره سيالان کړي.

د فراغت په دغه غونډه کي لومړی د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی رئيس پوهنمل محمدهاشم دقيق د لوړو زده کړو پر اهميت او د يادي پوهنځی پر لاسته راوړنو خبري وکړې.

ښاغلي دقيق وويل، د پوهنځی له تاسيس څخه بيا تر اوسه پوري په دې هڅه کي دي، څو ټولني ته په کار پوه، مسلکي او د کفيت له اړخه پياوړي کسان د خدمت په موخه وړاندي کړي.

پرهمدې مهال د پوهنتون علمي مرستيال څېړندوی شېرشاه رشاد ټولو فارغه محصلينو ته او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويل او د لا نورو لوړو زده کړو هيله ځني وکړه.

ښاغلي رشاد وويل، د هيواد د خپلواکۍ په برخه کي يو بل ستر ارزښت اقتصادي پرمختګ دئ، چي له پياوړتيا او مسلکي کولو سره يې ټولنه او وګړي له پرمختګ سره مخ کېږي او اسانتياوي رامنځ ته کېږي.

نوموړي له محصلينو وغوښته، څو نوي د کار زمينې خلکو ته برابري کړي، چي په ترڅ کي يې ولس ته ګټه ورسېږي او په ټوله کي د هيواد اقتصادي حالت ته د پراختيا په موخه تغير ورکړي.

په دغه فراغت غونډه کي دغه راز د ولايتي ادارې يوشمېر سکتوري رئيسانو هم برخه اخيستې وه.

د ګمرک رئيس محمد اکبر وويل، د افغانستان د اقتصادي منابع څخه د ښې او مسلکي استفادې په موخه اړينه ده، څو په هيواد کي د اقتصاد په برخه کي مسلکي کسان ولرو او د هغوی په مټ انکشافي بودجې ته وده ورکړو.

فارغه محصلينو له خپلو کورنيو او استادانو مننه وکړه، چي د زده کړو په برخه کي يې د ليسانس تر کچي پوري ورسول او د زده کړو زمينه يې ورته برابره کړې وه.

دغه رنګه په غونډه کي د ولايت مقام لخوا د پوهنتون د استادانو لپاره ستاينليکونه هم ورکول سوه، فارغه محصلينو ته بيا د خپلو استادانو له لوري فراغت ليکونه ورکول سوه.

خبریال: روزالدين ايازي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...