د کندهار ملي راډيو تلوېزيون خبرتيا

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د ليست له مخي سبا د جمعې په ورځ، چي د مېزان د مياشتي د ۲۰ نېټې سره برابره ده، دغه شپږ تنه کانديدان دي د کندهار راډيو ټلويزيون سټډيو ته د ماپښين د دوو بجو څخه تر درو بجو پوري تشريف راوړي، تر څو ولس ته د درو دقيقو له پاره خپل پيغام او طرحه ثبت کړي: ۱- حاجي فيض الله ابدالي خپلواک کانديد

۲- بي بي مريم درانۍ خپلواک کانديده

۳- حاجي فدامحمد وطنپال خپلواک کانديد 

۴- ياسمين نادري خپلواک کانديده

۵- حاجي عبدالباقي شاولي خپلواک کانديد

۶- فتح خان مظلوم يار خپلواک کانديد

له ټولو محترمو کانديدانو څخه هيله کوو، چي پر ټاکلې ورځ او ټاکلې نېته تشريف راوړي.

يادونه! ياد پيغامونه به دتلوېزيون له لاري دشپې پرنهه نيمي بجې او د راډيو له لاري پر اته نيمي بجې نشر ته وسپارل سي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د کندهار ملي راډيو تلوېزيون خبرتيا

 د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د ليست له مخي سبا د پنج شنبې په ورځ، ...