د کریکټ د غوره لیګ په سیالیوکي نن د کندهار او د ننګرهار لوبډلي مسابقه کوي

ټاکل سوې چي نن ، شنبه د اکټوبر ۶مه ، د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ یا پرېمیرلیګ په سیالیوکې د کندهار اتلان او د ننګرهار پړانګان لوبډلي سره مخامخ سي.

دا مسابقه په شارجه کې ده.

د افغانستان د پرېمیرلیګ دریمه مسابقه به هم چې د کابل ځوانانو او بلخ قهرمانانو ترمنځ ده ، نن په شارجه کې وي.

د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ په سیالیو کې پینځه لوبډلې ګډون لري چې د کابل ځوانان، د بلخ قهرمانان، دننګرهار پړانګان ، دپکتیا زمریان او د کندهار اتلان دي.

د کابل ځوانان لوبډلې کپټاني راشد خان ، د بلخ د قهرمانانو محمد نبي، د کندهار د اتلانو اصغر افغان، د ننګرهار د پړانګانو اسټرالیایی ال رونډر بین کټینګ او د پکتیا زمریانو کپټاني محمد شهزاد کوي.

د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ سیالۍ درې اونۍ دوام کوي.

د دې لړۍ په لومړۍ سیالي کې چې پرون په شارجه کې د کابل ځوانانو لوبډلې په دریو وېکټونو د پکتیا زمریانو لوبډلې ته ماته ورکړه.

د کابل ځوانانو کرکټر، لوري ایوانس د پرونۍ سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...