د کرکټ غوره لیګ: پکتیا له ننګرهاره او بلخ له کندهاره لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ په غوره لیګ کې پرون یکشنبه دوه لوبه وشوې.

پکتیا له ننګرهار وګټله او په دوهمه کې بلخ چې مخکینۍ لوبه یې هم ګټلې وه د کندهار ټیم مات کړ.

د پرون شپې په وروستۍ لوبه کې بلخ ۱۶۵ منډې کړې وې، خو د کندهار ټیم یوازې ۱۵۲ منډې پوره کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ګلبدین نایب شو چې په څلورو اورونو کې یې څلور ویکټې واخېستې.

نوموړي وویل:

“کله چي موږ بیټنګ کاوه مقابل ټیم ډېر ښه بال وکړ، نو ما هم فکر وکړ چې که هر وار په جلا بڼه بال وکړم ښه به وي او همدا و چې ویکټې مې واخېستې. کله چې په شل اورېزو لوبو کې بال کوئ نو مجبوره یئ چې هر وار خپل بال په جلا بڼه واچوئ.”

افغان غوره لیګ په عربي متحده اماراتو کې د ګڼو مشهورو بهرنیو لوبغاړو په ګډون پیل شوی دی.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...