د جنايي جرمنو په وړاندي د مبارزې پوليسو د يوې ښځي په ګډون لس تنه غله نيولي

د کندهار امنيه قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مدير سمونوال ولي محمد عسکر وايي،چي دغه لس تنه د موټرانو غله ئې د کندهار ښار په بيلا بېلو سيمو کي د کشفي معلوماتو وروسته نيولي دي .

به لوري د غلا سوو موټرانو مالکلينو دکندهار امنيه قوماندانۍ له مسؤلينو مننه وکړه ،چي غله ئې نيولي او دوئ ته ئې بيرته خپل موټران تسليم کړه .

د کندهار امنيه قوماندانۍ د غلو هغه دوې ډلي نيولي،چي د ښار په بېلا بيلو برخو کي ئې دموټرانو  غلاوي کولې.

د کندهار امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مدير سمونوال ولي محمد عسکر وايي چي يوې ډلي د يوې ښځي څخه په استفاده،چي د عامو خلګو موټرانو ته پورته کېدل او  وروسته به ئې د نا مشروع اړيکو  تور پر لګاوه د خپل نورو ملګرو په مرسته ،چي ځانونه به ئې پوليس معرفي کول له خلکو موټران اخيستل او نا معلوم لوري ته به ئې بېول،چي تر دقيقو کشفي راپورونو وروسته دستي نيول سوي دي.

ښاغلی عسکر وايي دموټرانو د غلو دغه ډله د څلورو کسانو جوړه وه.

سمونوال ولي محمد عسکر  د دې ډلي ترڅنګ د هغه شپږ کسيزه ډلي په اړه هم خبريالانو ته معلومات ورکړل ،چي دښار په بېلابيلو برخو کي ئې د واټونو او کوڅو څخه په ډېر مهارت موټران غلاکول.

نوموړی وايي،چي يادو غلو لس عرادې موټران غلا کړي وه،چي درې ئې په نورو ولايتونو کي خرڅ کړي او پاته نور ئې بيا ځلي خپلو مالکينو ته وسپارل.

د غلا سوو موټرانو مالکينو د کندهار امنيه قومانداني د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې پوليسو د هڅو ستاينه وکړه او خوښي ئې وښودل،چي امنيه قوماندانۍ ته ئې دخبر سره سم غل نيول سوي او خپل موټران ئې ورته تسليم کړه.

هغوئ له ښارانو وغوښتل ،چي د دئ او ورته نورو پيښو پرمهال امنيه قوماندانۍ په جريان کي واچوي او خپله همکاري جاري وساتي ترڅو پروخت ئې ستونزو ته رسيدګي وسي.

دکندهار امنيه قوماندانۍ په څو څو ځله له ښاريانو غوښتي ،چي د دوئ سره خپله همکاري جاري وساتي ،ترڅو په ښار کي د هرډول جنايي او ترهګريزو پيښو مخه نيول سوې وي.

خبریال: احمدشاه شاداب

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...