د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کي ۱۸ وسله وال طالبان وژل سوي او ۴ تنه نور يې ټپيان دي

د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کي، چې د نادعلي ولسوالۍ شاول سيمه کې د دښمن پر يوه مرکز سوي، د مهمو قومندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل سوي او ۴ تنه نور يې ټپيان دي.

وژل سوي وسله وال د حاجي غیرت، ملا مدني او ملاقاصد د ډلې غړي دي، چې د کشفي او استخباراتي ارګانونو له تثبیت څخه وروسته د بهرنيو هوايي ځواکونو له لوري تر برید لاندې راغلل.

د کشفي او اپراتيفي معلوماتو پر بنسټ په ورته وخت کې په ياده سيمه کې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو په يوه کور کې موټربم بريد جوړاوه، چې ورباندې يې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې او په ترڅ کې يې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، د اوسنيو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې ددې پېښې دوه ټپيان چې يوه ماشومه انجلۍ او يو هم نارينه دی په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو تر دې د زياتو ټپيانو او شهيدانو په تړاو لا بشپړ معلومات نسته.

ددې لپاره چې موضوع بشپړه واضح او کره سي، نو امنيتي او کشفي ادارو ته دنده ورکړل سوې، ترڅو دغه پېښه هر اړخيزه وڅېړي او پکښې د رامنځته سوې ملکي مرګ ژوبلې په تړاو کره راپور وړاندې کړي.

 

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...