د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د انتخاباتو ملاتړ کوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادو د باور وړ بنسټ دی او د افغانستان له انتخاباتو څخه د دې سازمان حمایت د افغانانانو اعتماد نور هم پر دې پروسې پیاوړی کوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه د اسلامي همکاریو د سازمان ملاتړ د ارزښت وړ وباله.

​د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي یوسف العثیمین د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دغه سازمان په ټول قوت د افغانستان د انتخاباتو د بهیر حمایت کوي.

ښاغلي العثیمین د افغانستان د انتخاباتو پر نوماندانو وروستۍ حملې په سختو ټکیو وغندلې.

نوموړي د قربانیانو له خپلو خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړه او د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره یې د افغانستان د حکومت د هوډ ملاتړ وکړ.

د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي په ورته وخت کې په مکه مکرمه کې د اسلامي نړۍ د عالمانو غونډې ته چې د افغانستان د سولې او امنیت لپاره د چنګاښ په وروستیو کې وشوه، اشاره کړې او وایي چې دې غونډې د افغانستان ټول دوستان او په جګړې کې ښکیلې خواوې دې ته هڅولې دي چې د سولې او پخلاینې له لارې هلې ځلې دوه برابره کړي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...