دکندهار ملي راډيو تلوېزيون آمريت خبرتيا

داچي دتــلي مياشتي دشپږمي نېټې څخه رسماً دولسي جرګې دکانديدانو لپاره تبليغاتي کمپاين پيل سوي، نو دکندهار ولايت څخه دولسي جرګې ټولو محترمو کانديدانو ته خبر ورکول کېږي، چي دافغانستان دملي راډيو ټلوېزيون دنشراتي پاليسۍ پر اساس هر محترم کانديد حق لري، چي د ملي تلوېزيون او راډيو دلاري درې دقيقې دخپلي کړنلاري په هکله ولس ته معلومات ورکړي، نوځکه ټول محترم کانديدان بايد په کندهار کي  دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون دليست له مخي هره ورځ ۶ تنه محترم کانديدان دکندهار ملي راډيو تلوېزيون سټيډيو ته دماپښين له دوو بجو څخه تر درو بجو پوري تشريف راوړي او خپل درې دقيقې وينا ثبت کړي، چي په دې اساس سبا چهار شنبه دتلي يا مېزان د مياشتي اتلسمه لاندي (۶) تنه هريو:

۱- فيروز نبوي خپلواک کانديد

۲- حاجي محمد رفيق شيرزی خپلواک کانديد

۳- حاجي حبيب الله خپلواک کانديد

۴- عبدالرحيم اشنا خپلواک کانديد

۵-  څارنوال شبيراحمد قيومي خپلواک کانديد

۶- حفيظ الله وفا خپلواک کانديد

له ټولو محترمو کانديدانو څخه هيله کوو، چي پر ټاکلې ورځ او وخت تشريف راوړي.

يادونه! ياد پيغامونه به دتلوېزيون له لاري دشپې پر نهه نيمي بجې او راډيو له لاري پر اته نيمي بجې نشر ته وسپارل سي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دکندهارولايت مقام خبرتيا

دکندهار ولايت مقام ټولو هغه کانديدانو ته چي دکندهار ولايت څخه يې ولسي جرګې ته ...