دکندهارولايت مقام خبرتيا

دکندهار ولايت مقام ټولو هغه کانديدانو ته چي دکندهار ولايت څخه يې ولسي جرګې ته ځانونه نوماند کړي دي، خبر ورکوي، چي ټولي هغه غونډي چي هرکانديد يې داخل د ښار او يا هم په ولسواليو کي جوړوي، بايد دجوړېدو په اړه يې مخکي له مخکي ولايت مقام او امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړي، څو ولايت مقام او امنيتي ارګانونه يې په اړه لازم امنيتي تدابير ونيسي او د رامنځته کېدونکو احتمالي امنيتي خطراتو مخه يې ونيسي.

يادونه: کوم کانديد که د غونډي جوړولو پرمهال امنيتي ارګانونه په جريان کي نه وو اچولي او خدای ناکرده کومه پېښه رامنځته سي، نو پړه به يې خپله د کانديد پرغاړه وي.

نیوز څانګه

x

دا هم وګورئ

دکرهڼي او مالدارۍ رياست خبرتيا

دکرهڼي اومالدارۍ رياست دمحترمو تجارانو او عامو اوسېدونکو څخه هيله کوي، ترڅو لاندي څو ټکي ...