دټاکنو لپاره رايي پاڼي او ټول اړين توکي رارسېدلي دي

کندهار کي د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسئولين وايي دکندهار ټولو هغو مرکزنو کښي به رايه استعمال سي،چي له وړاندي ټاکل سوي دي .

دوئ د ټولو نارينه ؤ او ښځمنو غواړي هغه مرکز کښي،چي تذکره ئې سټېکر کړې وي هلته رايه استعمال کړي.

د پارلماني ټاکنو له پاره که څه هم دګوتو په شمېر ورځي پاته دي،خو نوماندان او دولايتي شورا غړي وايي ټاکني بايد په شفاف ډول تر سره سي او رايه ورکونکو ته دي اجازه ورکړل سي،چي هرمرکز ته لاس رسی کولای سي هلته خپله رايه استعمال کړي.

د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال او غړي،چي په ولايتي شورا کښي د ولسي جرګې د نوماندانو په ګډون راغونډ سوي وه پرمهال ئې وويل،چي دبايوميتريک الې بايد په هرمحل کښي موجودي وي او د ټاکنو له ورځي وړاندي بايد مرکزونو ته ورسول سي، ترڅو دټاکنو په ورځ کومه ستونزه رامنځته نه سي.

دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال دټاکنو کمېسيون څخه هيله وکړل، ترڅو د ولسواليو د هغو رای اچونکو له پاره هم حل لار ومومي،چي په ښار کښي ئې نوم ليکنه او تذکره سټېکر کړې وي.

دغه راز د ولايتي شورا د غړو او ولسي جرګې ته  د نوماندانو د اندېښنو او پوښتنو په جواب کښي دټاکنو کمېسيون استازي انجنېر ګل احمد وويل،چي دوئ لا له وړاندي چمتوالي نيولي او ټول هغه اړين توکي او مواد کندهار ته راغلي،چي دټاکنو په ورځ ورته اړتيا ده او د بايوميتريک الو له پاره ئې ځانګرو کسانو ته روزنه ورکړې او شفافيت به په بشپړ ډول موجود وي.

 هغه وويل،چي د ټاکنو کمېسيون دپريکړي پر اساس هرڅوک هغه مرکز کښي د رايو د استعمال حق لري کوم مرکز کښي، چي ئې تذکره سټېکر کړي وي او په دې برخه کښي هيڅ عضور د منلو وړ نه دي .

دټاکنو کمېسيون په داسي حال کي دکانديدانو اندېښنو ته جواب وايي،چي ټاکنو ته يوازي  يوه اوونۍ پاته ده او ټاکل سوې راتلونکې شنبه،چي د مېزان اته ويشتمه کيږي د ولسي جرګې ټاکني تر سره سي .

خبریال: نثار احمد احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...