ارزګان ته د ټاکنو لپاره د بایومیتریک ماشینونه رارسېدلي او ډېر ژربه ټولو محلونو ته ولېږل سي

د ارزګان ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولین وایې، دغه ولایت ته د ټاکنو لپاره د بایومیټریک ټول ماشینونه رارسېدلي او ډېر ژر به ولسوالیو او محلونو ته ولېږل سي.

د بایومیټریک د نوو ماشینونو د زده کړي لپاره ګڼ مامورین تر روزني هم لاندي دي.

د ارزګان ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په ولایتي دفتر کي نن د حذبونو، مدني فعالینو، نوماندانو او رسنیو استازي راټول سوي وه او د ټاکنو لپاره د بایومیتریک د نوو ماشینونو، عامه پوهاوی، او په یوشمېر نورو برخوکي ورته د مسؤلینو لخوا معلومات ورکول کېدل.

د غونډي په پیل کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون اداري مدیر عبدالجلیل شادان ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیری ورکړ، چي د دوی ولایتي دفتر ته د ټاکنو لپاره د بایومیتریک ټول ماشینونه او رايي پاڼي رارسېدلي دي.

شادان وویل، چي په نوې بڼه د رایي اچوني پروسه به د خلکو باور پر ټاکنو زیات او د درغلیو مخه به ونیول سي.

وروسته د ټاکنو د خپلواک کمیسيون د تخنیکي برخي  یوتن مسؤل ګډونوالو ته په نوې بڼه د بایومیتریک ماشین او د هغه په واسطه د رایي اچولو طریقه ګډونوالو ته وښودله.

د ارزګان ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولایتي دفتر مشر نجیب الله حقپرست وویل، د بایومیتریک په بڼه د رایي اچوني پروسه کولای سي چي د ټاکنو د درغلیو زیات مخینوی وکړي او خلک په شفافه توګه رایه ورکړي.

حقپرست وایي، د دغه ولایت ټولو محلونو ته به د بایومیتریک ماشینونه ډېر ژر ورسېږي او د کارولو لپاره یې مخکي ترمخکي ګڼ کسان روزل سوي دي.

خبریال: اجمل وصال

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...