کندهار والي وايي، د ميانکو په غره کي د جوړېدونکي چيک ډم د تخنيکي او توفوګرافي سروې چاري دي ژر بشپړي سي

تورنجنرال زلمي ويسا دغه څرګندوني د یکشنبې په ورځ د ارغنداب د دریایي حوزې اړوند د PCU د برخي له مسولينو سره د کتني پرمهال وکړې.

د ميانکو غره چيک ډم يا د اوبو ذخيره د کندهار ښار شمال لورته د لوی ويالي په ساحه کي جوړيږي.

د میانکو د اوبو بند د تخنیکي او توفوګرافي سروې لپاره د PCU اړونده مسؤلینو د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا سره ولېدل.

په یاده ليدنه کي د کندهار والي ترڅنګ د ولایت مقام دواړو مرستیالانو عبدالحنان منیب او حاجي اغالالي دستګیري او د ولایت مقام تخنیکي او سکتوري رئیس هم حضور درلود.

د ارغنداب د دریایي حوزې اړونده د PCU د برخي انجینر ګل احمد وویل، د دوئ اداره د ارغنداب د دریایي حوزې سره په همږغۍ  د چیک ډمونو، ویالو، سربندونو د جوړولو او سروې ګانو په برخه کي کار کوي.

نوموړي زیاته کړه د دوئ د ادارې له لوري په سپین بولدک کي هم د درو چیک ډمونو او په ارغستان ولسوالۍ کي يي بيا ددوو  چیک ډمونو د جوړولو لپاره سروې ګاني ترسره سوي دي.

دی دغه راز وايي، چي ډېر ژر به د کندهار ولايت مقام  له پلان سره سم د میانکو د اوبو بند تخنیکي او توفو ګرافي سروې پيل کړي.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا بيا په خپلو خبرو کي وویل، چي د کندهار زیات شمیر خلګ په ښار او ولسوالیو کي د اوبو د کمښت د ستونزي سره مخ دي چي په خبره يې له همدې امله زیاته شمیر کورنۍ د خپلو سیمو پريښوولو ته مجبوره سوي دي.

ښاغلي ویسا زیاته کړه، د میانکو چیک ډم چي د کندهار ښار شمال ته د میانکوه غره په لمن کي جوړیږي تر ډېره به دلته د خلکو د اوبو اړتيا او د وچکالۍ په مخنيوي کي مرسته وکړي او دغه راز به د زیاتو اوبو د زخیره کولو او سېلابي اوبو د راوتلو مخنیوی وکړي.

خبریال:  رحيم الله رحيمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...