کندهار والي دچارو دسمون په موخه د ازادو سیالیو له لاري وړ او لایق کسان په دندو ګماري

نوموړي دغه څرګندوني د ولایت مقام اړند دسترسالار غازي امان الله خان دغونډو په تالار کي د عامي روغتیا او کوچیانو چارو ریاستونو د ۱۱ خالي بستونو د ازمویني پرمهال وکړې.

د سې شنبې په ورځ د عامي روغتیا ریاست د اتو او د کوچیانو چارو ریاست درو خالي بستونو لپاره ازموینه واخستل سوه، چي ټولټال پکښي ۵۸ کسانو ګډون کړی وو.

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ویسا د یادو ازموینو د پیل پرمهال د شفافیت ډاډ ورکړ؛ هغه زیاته کړه، کار به اهل کار ته سپاري او په دغو ازموینو کي به وړ او لایق کسان بریالي کېږي، ترڅو راتلونکي چاري په ښه ډول مخته یوسي.

ښاغلي ویسا وویل، دمرکزي ادارې او ددوئ ټینګار دادی، چي زیاته برخه ځوانانو ته ورکړي او دهغوئ د استعداد اوقوي عظم څخه لویه او اعظمي ګټه د خاوري او خلکو دخدمت په موخه واخلي.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا په تکرار سره د ازمویني ګډونوالو ته دپوره شفافیت ډاډ وکړ او زیاته يې کړه، چي په دغه برخه کي هیڅ زور او واسطې ته وخت نه ورکوي.

ښاغلي ویسا ګډونوالو ته په ازموینه کي دبریالیتوب هیله وکړه او همداراز يې له هغوئ وغوښتل، چي د بریا وروسته دي په صداقت سره خپلي خاوري او خلکو ته خدمت وکړي.

د عامي روغتیا ریاست سرپرست رئیس ډاکټرعبدالقیوم پخلا او د کوچیانو چارو ریاست رئیس میرزامحمد احمدزي د ازمویني دګډونوالو او بستونو په اړه مالومات ورکړه.

ښاغلي پخلا وویل، دعامي روغتیا ریاست خالي بستونه ۶ څلورم او ۲ درېیم دي، چي ۸۷ کسانو ورته نوم لیکنه کړي؛ ۴۴ تنه شاټ لیست سوي او په ازموینه کي ۳۵ کسانو ګډون کړی دی.

ددې ترڅنګ ښاغلي احمدزي وویل، دکوچیانو چارو ریاست خالي بستونه ۳ څلورم دي، چي ورته ۴۰ کسانو نوم لیکنه کړې وه، پکښي ۲۵ کسان شاټ لیست سوي او ازمویني ته ۲۳ کسان حاضر سوي دي.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا وویل، ددولت امکانات لږ خو دخلکو اړتیاوي زیاتي دي، په خبره يې موجوده بستونو ته به وړ او په کار پوه کسان بریالي کيږي.

نوموړي زیاته کړه، چي ټولو خلکو ته دکاري فرصتونو د برابرلو دوامداره هڅي کوي او ټینګار په سیمه کي د متوازن انکشاف پر پرمختګ دي ترڅو ټول خلک له اقتصادي او نورو ټولنیزو ستونزو وژغولاي سي.

خبریال: عبدالقاهرپیوستون

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معلولینو د ورځي لمانځل باید نمایشي نه وي

هلمند کي د بشرحقوقو خپلواک کمېسیون د معلولینو د ورځي په لمانځغونډه کي له دولت ...