کندهار: د وسله والي نښتي پرمهال ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل سوي

دکندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزی وايي، چي تېره شپه يوې ډلي وسله والو طالبانو د پاکستاني ملېشو په همکارۍ پر ښورابک ولسوالۍ بريد وکړ.

بريد د شپې پر ۸ بجې پيل تر ۴ بجو يې دوام درلود.

امنيتي چارواکي وايي، په دې بريد کي ۱۶ وسله وال طالبان وژل سوي، ۱۴ وسله وال طالبان او دوه پوليس ټپيان سوي دي.

پوليس چارواکي وايي، چي طالبانو د خپلو ملګرو درې جسدونه ګلستان او ۷ نور يې ګيري جنګل ته انتقال کړي دي او د ۶ طالبانو جسدونه دجګړې په سيمه کي پوليسو ته پاته سوي دي.

.د امنيتي ځواکونو د مسولينو په خبره، د طالبانو سره د بريد پرمهال پاکستاني ملېشه وو هم ملتيا کول.

نیوز څانګه

 

x

دا هم وګورئ

د هلمند کوچیان: څارویو مو نرخ پیدا کړ

د هلمند کوچیان وايي: د سږ کال پر له پسې بارانونو د وچکالۍ اندېښنې رفع ...