کندهاروالي: په قوي اراده د غاصبينو په وړاندي مبارزه کوو او دغه کړنه يې د خپلو کاري لومړيتوبونو څخه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا د امنيتي مجلس په اوونيزه غونډه کي وکړې،دغه غونډه، چي د چهارشنبې په ورځ د کندهاروالي په مشرۍ جوړه سوې وه پرمهال يې د ټولو امنيتي اورګانونو مسؤلينو ګډون کړي وو .

په دغه غونډه کي کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا څرګنده کړه،چي په قوي اراده د غاصبينو په وړاندي مبارزه کوي او دغه کړنه يې د خپلو کاري لومړيتوبونو څخه ده، هغه وويل : غاصيبين او متخلفين يوازي د دولت پر حقوقو باندي تېري نه بلکي د دې خوار او زورېدلي ولس پر شتمنيو هم ظلم کوي .

ښاغلي ويسا پر ټولو امنيتي ارګانونو ږغ وکړ چي د ولايتي ادارې سره په همږغۍ دي په خپلو سيمو کي د غاصبينو په وړاندي مبارزه وکړي او عامه شتمني دي د متخلفينو او غاصبينو له منګولو څخه خلاصه کړي.

په دغه مجلس کي کندهاروالي امنيتي ځواکونو ته يوځل بيا لارښوونه وکړه چي د عاشورا د ورځي د لمانځلو په موخه دي کلک امنيتي تدابير ونيسي ترڅو اهل تشيع ورونه خپل مراسم په ډاډمنه فضاء کي ولمانځي همدارنګه نوموړي د ټولو دولتي ادارو او ارګانونو له مسؤلينو څخه غوښتنه وکړه،چي د دغه ورځي د لمانځلو په مراسيمو کي برخه واخلي .

په دغه غونډه کي ښاغلي ويسا وچکالۍ ته په کتو يوځل بيا د لويو برمو پر مخنيوي باندي ټينګار وکړ او ټولو امنيټي ځواکونو ته يې هدايت وکړ، چي د غيرقانوني لويو برمو د وهلو مخه ونيسي.

کندهار والي د امنيتي مجلس په غونډه کي د ترافيکي پېښو پر مخنيوي هم خبري وکړې او ې ويل، د زياتو ترافيکو پيښو  لامل د موټروانانو بې احتياطي ده، نوموړي په دغه برخه کي له هغوي څخه په جدي ډول وغوښتل چي له احتياط څخه کار واخلي.

هغه همدارنګه ټولو امنيتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چي د ترافيکي پېښو په مخنيوي کي دي پوره هڅه وکړي ترڅو زموږ د هيوادوالو ژوند ژغورل سوي وي.

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا د ټولو امنيتي ارګانونو هڅي او لاسته راوړني وستايلې او د هغوئ پر همږغۍ يې خوښي څرګنده کړه او هغوئ ته يې لارښوونه وکړه چي د عملياتو پرمهال دي له منظم پلان څخه کار واخلي، همدارنګه هغه د عملياتو پرمهال د ټولو امنيتي ارګانونو همږغي اړينه وبلل او د هغوئ پر يووالي يې لا ټينګار وکړ .

د امنيتي مجلس په غونډه کي کندهاروالي پر قومي مشرانو او علماوو ږغ وکړ، چي د سيمه ييز ځواک د جوړېدو لپاره دي له ولايتي ادارې سره همکاري وکړي او د خپلو سيمو لوستي او په کار پوه ځوانان دي همدې ځواک ته معرفي کړي ترڅو د ولس د امنيت په ساتلو کي اغېزمن رول ولوبوي .

وروسته په دغه غونډه کي د امنيتي ارګانونو مسئولينو د خپلو لاسته راوړنو او اجراتو په اړه د غونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړه .

په غونډه کي د کندهار  د ملي امنيت مرستيال وويل : د ملي امنيت ځواکونو په تېره اوونۍ کي په کندهار ښار او يوشمېر ولسواليو کي بريالي عمليات ترسره کړي او پر مهال يې يوشمېر وسلوال وژل سوي او ۱۲ نور يې ژوندي نيولي دي همدارنګه يو شمېر وسلې او مهمات هم ورسره نيول سوي دي .

د کندهار امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي هم په غونډه کي د پوليسو د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړه .

ښاغلي اطرافي وويل : پوليسو په تېره اوونۍ کي د بېلابېلو عملياتو پر مهال (۵ ) وسلوال مخالفين وژلي ،۲ تنه يې زخمي کړي او ۴ نور يې ژوندي نيولي او همدارنګه يې ۸ تنه نور مشکوک کسان هم نيولي دي.

د اطرافي په خبره د ترسره سوو عملياتو په نتيجه کي ۱۶ ګرنيټان، ۱ ميل کلاشينکوف، ۱ دوربين، ۲۰۰ پيره د کلاشينکوف مرمۍ او ۴ عرادې موترسيکلان د پوليسو لاسته ورغلي همدارنګه ۱۸ حلقې ماينونه کشف او خنثي سوي دي .

د هغه په خبره د جنايي جرمونو اړوند ۶ کسان په بېلابېلو جرمونو نيول سوي او دوسيه يې څارنوالۍ ته استول سوې، همدارنګه ۹ تنه معتادين د تداوۍ په موخه د معتادينو مرکز ته معرفي سوي دي .

د امنيتي مجلس په غونډه کي پر يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث وسو او په اړه يې لازمي مشورې او نظرونه تبادله سول .

د غونډي په وروستيو کي د ملي اردو د درېيمي لېوا قوماندان اميرمحمد افضلي د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته ارتقا کړې چي ټولو ورته د دې ستر وياړ مبارکي وويل او د اعزاز بګۍ يې ورپرسر کړه .

خبریال: روزالدين ايازي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...