کندهاروالي وايي دښارپه داخل کي دي ټولي اډې دښاروالۍ لخوا نوي جوړسوي اډې ته انتقال سي

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي کندهار سرپرست ښاروال ته هدايت وکړ، چي دښار په داخل کي بايد ټولي اډې دښاروالۍ لخوا نوي جوړسوي اډې ته انتقال کړل سي او په ښارکي دبې نظمۍ مخه ونيول سي.

د اداري مجلس غونډه، چي دکندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي د مرستيالانو ترڅنګ دولايتي شورا غړي نعمت الله خان شېردلي، د دولتي ادارو مسؤلينو او استازو ګډون کړی وو.په غونډه کي پريوشمېر نورو موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه يې لازمي پريکړي وسوې.

د اداري مجلس په پيل کي مرستيال والي عبدالحنان منيب دخبريالانودخونديتوب په کمېټه کي دخبريالانو راټولي کړي ستونزي دمجلس دبرخوالو سره شريکي کړې.

ښاغلي منيب وويل ديادي کمېټې په ترڅ کي دخبريالانو دامنيت دخونديتوب ترڅنګ خبريالانو ورته شکايت کړی ،چي د ځينو دولتي ادارو مسؤلين دراپور جوړولو پروخت دوئ معلومات نه ورکوي، چي له امله يې راپور نيمګړی وي.

ديادي موضوع په تړاو کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا هم خبري وکړې.

ښاغلي ويسا وويل معلوماتو لاس رسی د هرخبريال قانوني حق دی او د ټولو دولتي ادارو مسؤلين مکلفيت لري، چي دقانون په چوکاټ کي خبريالانو ته دخپلي ادارې دلاسته راوړونو ،او ستونزو په اړه معلومات ورکړي.

دکندهار والي په خبره همدا رسنۍ دي، چي د دولت او ولس ترمنځ يې اړيکي ټينګي کړي اويوتربله اواز سره رسوي.

والي تورنجنرال زلمي ويسا دخبريالانو هم وغوښتل ،چي د راپورجوړولو پرمهال د سرعت پرځای دقت ته پاملرنه وکړي، ترڅو راپور يې دقيق او پرحقيقت ولاړوي.

هغه دغه راز زياته کړي، چي رسنۍ بايد په کندهار کي د وروستيو پرمختګونو او امنيتي ځواکونو دلاسته راوړونو څخه هم ولس باخبره وساتي.

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا د اداري مجلس په غونډه کي يوشمېر دولتي ادارو ته هدايت وکړ، چي داوبو دسپما په برخه کي عامه تبلغات وکړي او ولس دې ته اماده کړي، چي د اوبوسره احتياط وکړي او دبې ځای مصرف څخه يې لاس واخلي.

ښاغلي ويسا د دې ترڅنګ دکندهارښاروالۍ مسؤلينوته هم دنده وسپارل ،چي دښارپه داخل کي د روزګان او شمالي ولسواليو ټولي اډې دښاروالۍ لخوا په نهمه ناحيه کي نوي جوړي سوي اډې ته انتقال کړي، ترڅو په ښارکي تر يوحده دبې نظمۍ مخه نيول سوې وي.

کندهاروالي يوځلي بيا د واکسين پرښه تطبيق او راتلونکو پارلماني ټاکنوته پر تياريو هم ټېنګاروکړ او په دې برخه کي يې دکندهاري ولس څخه د لازمي همکارۍ غوښتنه وکړه.

والي تورنجنرال زلمي ویسا دغه راز د ارزيابۍ کمېټې لپاره دنوو مامورينو دګمارولو هدايت وکړ او مسؤلينو ته يې دنده وسپارل ، چي د دې کمېټې لپاره مسلکي او صادقه کسان په دندو وګماري.

ښاغلي ويسا دمحرم الحرم دمياشتي دلسمي ياعاشورا ورځي لپاره ټينګو امنيتي تدابيرو هدايت وکړ، ترڅوکندهاری ولس دغه ورځ په ډامنه امنيتي فضاکي په مذهبي او ديني مراسمو ولمانځي.

د اداري مجلس په غونډه کي پريوشمېر قراردادونو هم بحث وسو؛ هغه ،چي قانوني مراحل يې بشپړ وه تاييد او په کومو کي، چي نيمګرتياوي موجودي وې دحل په موخه رد سوه.

خبریال: ولي محمد انوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د ښار او ولسواليو خلګو د خپلو ستونزو د حل په موخه د کندهاروالي سره وليدل

د يکشنبې په ورځ ماپښين مهال د کندهار ښار او ولسواليو خلګو له کندهاروالي تورنجنرال ...