کندهاروالي د وړيو فابريکې ديوشمېر شريکانو سره وکتل

دپنج شنبې په ورځ کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا دخپل کار په دفترکي د وړيو فابريکې ديوشمېر شريکانو سره په ليدنه کي وويل ولايتي اداره دښاري ماسټرپلان مطابق غواړي دغه فابريکه دڅوارلس ميتره په اندازه تخريب کړي او په ياده ساحه کي اصلاحي پلان عملي کړي.

دغه ليدنه چي په ولايت مقام کي ترسره سوه پرمهال يې مرستيا والي عبدالحنان منيب او سرپرست ښاروال محمد نسيم رضايي هم برخه لرل کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا وويل دغه فابريکه ،چي اوس له کاره لوېدلې له يوې خوايې ښاري ښکلا ته زيان رسولي او له بلي خوا بيا په دې فابريکه کي غيرقانوني اډې فعاليت لري ،چي دښارامنيت او بې نظمۍ ته يې جدي ګواښ پېښ کړی دی.

ديادي فابرېکې راغلو شريکانو د ولايتي ادارې دماسټر پلان د تطبيق هرکلی وکړاو دخپله اړخه يې د هراز همکارۍ ډاډ وړاندي کړ.

هغوئ زياته يې کړه ،چي په دغه فابريکه درې سوه اته ويشت کسان شريکان دي، چي دوئ به ديادو شريکانو سره هم په دې اړه خبري وکړي او دښاردماسټرپلان دتطبيق په اړه به معلومات ورکړي.

خبریال: ولي محمد انوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

په عربي متحده اماراتو کي د افغانستان د سولې لپاره غونډه جوړه سوه

داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې خبرې یوه نوي پړاو ته داخلي شوي دي. ...