ډونالډ ټرمپ: مخدره مواد، له فساد او ترورېزم سره ارتباط لري

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د نشه يي موادو د نړيوالې ستونزې په وړاندې به مبارزه کوي.

ښاغلي ټرمپ دغه راز خبردارى ورکړ چې دغه مواد د خلکو روغتيا او ملي امنيت ګواښي.

ولسمشر ټرمپ دا خبره پرون دوشنبه په هغه غونډه کې وکړه چې په لوړه سطحه د نشه يي موادو په وړاندې پر مبارزه متمرکزه وه.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زياته کړه، غيرقانوني مخدره مواد، له تنظيم شويو جنايتونو، غيرقانوني مالي راکړې ورکړې، فساد او ټروريزم سره ارتباط لري.

دې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتيريش وويل، د نشه يي توکو نړيواله ستونزه د اندېښنې وړ ده.

د ده په خبره په ټوله نړۍ کې ٣١ مليون وګړي درملنې ته اړتيا لري او هر کال د نشه يي موادو د زياتې کارونې او په دې پورې د اړوندو صحي ستونزو له کبله ٤٥٠زره کسان مري.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

نن دافغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون په مسجد کي دکندهار په وروستۍ پېښه کې د دغه ولایت د ملي راډیو ټلوېزیون د شهید سوي کمره مین د فاتحې مراسم ترسره سول

په دغو مراسمو کې د  افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون رهبرۍ او د ملي راډیو ...