په کندهار کي له وچکالۍ ځپلو او داخلي بېځایه سوو کورنيو سره بیلابيلي بشري مرستي سوي

دغه څرګندوني د کندهار د طبعي پيښو سره د چمتوالي رياست رئيس مسعود پښتون په کندهار ولايت مقام کي د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وکړې.

نوموړي وویل، رياست يې په روان کال کي له بيلابيلو غريبو کورنيو سره د خوارکي توکو مرسته کړې او په راتلونکي کال کي به هم د نړيوالو همکارو موسسو په مرسته دا لړۍ دوام پيداکړي.

په کندهار کي طبعي پيښو ته د چمتوالي رئيس مسعود پښتون له خبريالانو سره دخبرو پرمهال وویل، چي په بشري برخه کي يې له ډېر شمېر غريبو کورنيو سره مرستي کړي دي.

نوموړي وویل، چي په روان کال کي يې ټول له ۹۵۸ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

ده وویل، چي دغه مرسته تر ډېره له غريبو او داخلي بېځایه سوو کورنيو سره سوې ده.

طبعي پيښو ته د چمتوالي رئيس دغه راز وویل، چي د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په خاصه مرسته يې له مرکز څخه د ۳۰۰۰ ټنه هغو غنم هم ترلاسه کړي، چي د هند هيواد له لوري له افغانستان سره مرسته سوې ده.

دی وايي، چي دغه لسګونه ټنه غنم به په ښار او ولسواليو کي پر هغو کورنيو ووېشل سي، چي وچکالي ځپلي دي.

په کندهار کي طبعي پيښو ته د چمتوالي رياست رئيس مسعود پښتون دغه راز وویل، چي رياست يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره هم د مرستي پلانونه جوړ کړي دي.

دی وایي په لومړي ګام کي يې د پوليسو د شهيدانو او زخميانو د ۹۰۰ کورنيو لپاره د مرستي پلان جوړ کړی او دغه راز غواړي د فابريکې د سرای له هغو کورنيو سره هم مرسته وکړي، چي د کورنۍ غړي يې په دې سرای کي د تيري خونړۍ چاودني پرمهال يا شهيدان سوي او يا ټپيان سوي دي.

ده وویل، چي ددې مرستو لړۍ به ډېر ژر پيل سي.

خبریال:  رحيم الله رحيمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...