په کندهار کي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۲۶۷ بستونو لپاره ازموينه واخیستل سوه

د کندهارمرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، چي دغه ازموینه د نیمروز ولایت په شمول دجنوب لوېدځي حوزې د ولایتونو د بستونو لپاره واخیستل سوه.

نوموړي وويل، چي د راتلوونکو ټاکنو د شفافيت او امنيت له پاره پلان جوړ سوی او په ښه ډول به ترسره سي.

په کندهارکي د کانکور په شکل د انتخابانو کمېسیون له لوري د پنځو ولایتونو د بستونو لپاره د ۷۰۰ کسانو څخه امتحان واخیستل سو.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل چي یاد امتحان ته ۱۲۰۰ تنه نارینه او ښځینه شارټ لیست سوي وه، چي تر دا مهال یې ۷۰۰ کسانو د امتحان په صحنه کي برخه اخیستې وه.

ښاغلي منیب زیاته کړه چي د روزګان ولایت څخه د يادي ازمويني له پاره کسانو د امنیتي ستونزو او لاري د خرابوالي له امله ونه سو کړای چي په دې ازموینه کي برخه واخلي نو د ټاکنو کمېسېون د مرکزي ادارې له لوري به دوي ته د دوهم ځل ازمویني زمنیه برابره سي.

نوموړی وايي چي د کندهار ۹۴ ، هلمند ۷۴ ، اروزګان ۲۸ نیمروز ۲۷ او زابل ۶۶ بستونو لپاره یاده امتحان اخیستل کیږي چي کامیابه کسان به په ښارونو او ولسوالیو کي د ټاکنو لپاره دنده تر سره کوي.

دې ته ورته مرستیال والي عبدالحنان منیب ډاډ څرګند کړ چي راتلونکي ټاکني به د شفافیت تر څنګ په ډاډمن امنیت کي تر سره سي.

نوموړی وايي چی د ټاکنو د ښه تر سره کیدو لپاره جمهور رئیس محمد اشرف غني او کندهار ولایتي اداره په دې برخه کي جدي هڅي کوي.

په کندهار کي د پنځو ولایتونو د ټاکنو کمېسیون لپاره د مامورینو د استخدام ازموینه پر داسي مهال اخیستل کیږي چي د ولسي جرګې ټاکنو ته ډیر کم وخت پاته دئ.

خبریال: احمدشاه شاداب

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...