په کندهار کي د سولي نړۍ واله ورځ ولمانځل سوه

اطلاعات او کلتور رياست، کندهار پوهنتون او پاچا خان څېړنيز مرکز په ګډه د سولي نړۍ واله ورځ ولمانځل؛ د يادي ورځي د لمانځني له پاره په کندهار پوهنتون کي غونډه جوړه سوې وه، چي پر مهال ئې د پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل، علمي مرستيال څېړندوی شېرشاه رشاد، د اطلاعات او کلتور رئيس فضل الباري بريالي، استادانو او سلګونو نارينه او ښځينه محصلينو ګډون کړی وو.

په غونډه کي يادونه وسوه، چي سوله هغه وخت منځته راتلای سي، چي په عملي ډول هر څوک کار ورته وکړي.

د نړۍ هر وګړی حق لري، چي په سوله کي ډاډمن ژوند ولري، خو د افغانستان وګړي له کلونو کلونو راهيسي له دې ستر نعمت څخه بې برخه دي؛ د سه شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي د سولي نړۍ واله ورځ ولمانځل سوه، ګډونوالو د سولي له پاره بېلا بېل موضوعات بيان کړل.

د کندهار پوهنتون رئيس د نورو خبرو تر څنګ دې ټکي ته هم اشاره وکړه، چي د هيواد هر وګړی بايد د سولي له پاره په عملي ډول کار وکړي، نوموړی د ټول هيواد محصلينو او زده کوونکو ته اشاره وکړه، چي دوی دي د سولي له پاره ږغ پورته کړي او په دې برخه کي دي عملي هڅي وکړي.

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال څېړندوی شېرشاه رشاد هم پر سوله وږغېد، نوموړي يادونه وکړه، چي که د سولي له پاره خپله افغانان او نړيوال په رښتني ډول عملي کار وکړي، نو په افغانستان کي سوله ممکن ده.

نوموړي د سولي ولسي حرکت يوه غړي ته د سولي په برخه کي د کار کولو او هلو ځلو په خاطر د کندهار پوهنتون په استازيتوب ايوارډ ورکړ.

د اطلاعات او کلتور رئيس فضل الباري بريالي هم پر سوله خبري وکړې، نوموړي زياته کړه، چي ۴۰ کلنۍ جګړې او ناورين په هيواد کي هرړ څه ګډ وډ کړي او د وګړو ژوند ئې اغېزمن کړی دئ.

نوموړي د کندهار پوهنتون له مسئولينو وغوښتل، چي د جګړې او سولي په اړه غونډي جوړي کړي، تر څو خلک په دې موضوعاتو لا ښه وپوهيږي.

په کندهار کي د سولي نړيواله ورځ په داسي حال کي لمانځل کيږي، چي د دې حوزې لسګونه وګړي لڅي پښې د افغانستان په ولايتونو ګرځي، کليو ته ورځي او د سولي له پاره ئې عملي ږغ پورته کړی.

خبریا: آرين

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...