په کندهار کي د ترافکي  پيښو ګراف ورځ تر بلي د لوړېدو په حال کي دی

په تېر يوه کال کي 6 زره 271 کسان په ترافکي پيښو کي ټپيان سوي او 2 سوه 21 کسان مړه سوي،خو په تيرو پنځو مياشتوکي بيا  2 زره 894 کسان ټپيان سوي او څلور سوه پنځه شپېته کسان مړه سوي دي.

د ترافيکي پيښو قربانيان پر دولت ږغ کوي،چي د لويو لارو ټول مسافر وړنکي کوچني او لوی موټران کنټرول کړي او هغه کسان،چي ترافيکي اصول نه مراعتوي د قانون منګلو ته وسپاري.

خو دکندهار ترافيک مدير وايي ټولي لوي لاري ئې دخپل مسؤليت په ساحه کي کنټرول کړي او سرغړونکي يې دقانون منګولو ته سپارلي دي.

د ميرويس حوزه وي روغتون د جراحي څانګي عمومي مسئول ډاکټرمحمد رسول مرستندوی وايي، چي دوئ ته په تېر يوه کال کي ۶زره ۲سوه ۷۱ کسان په ترافکي پيښو کي ټپيان سوي او ۲ سوه ۲۱ کسان مړه سوي،خو په تيرو پنځو مياشتوکي بيا ۲زره ۸ سوه ۹۴ کسان ټپيان سوي او ۴ سوه ۶۵ کسان مړه سوي دي.

په ميرويس حوزه وي روغتون کي د ترافيکي پيښو قربانيان چي اوس مهال تر درملني لاندي دي وايي،چي دموټر چلونکو د بې پروايي او تېز تګ له امله يې د کورنۍ خواږه غړي د لاسه وري کړي دي.

نوموړي کسان پر دولت ږغ کوي،چي د لويو لارو ټول مسافر وړونکي کوچني او لوی موټران کنټرول او هغه کسان چي ترافيکي اصول  نه مراعتوي د قانون منګلو ته وسپاري،تر څو د نورو مسافرينو ژوند وژغورل سي.

په ورته وخت کي د لويو لارو مسافر وړونکي ترانسپورټي شرکتونو مسئولين وايي، دوي په خپلو موترچلونکو باندي ټول ترافيکي قوانين او مقرات عملي کړي او د دې تر څنګ يې د ټيکيټونو پر شاه د شکايت لپاره د تماس شمېري هم ورکړي،ترڅو د موټروانانو د سرغړوني په صورت کي مسافرين د دوئ سره په تماس کي سي.

د دوئ په وينا د لويو لارو، سړکونو او پلچکانو خرابوالي او پر لويو لارو باندي يو شميرموټرچلونکو لخوا ترافکي اصول نه مراعت او تېز تګ د دې لامل سوي چي ترافيکي پيښي رامنځته سي.

د کندهار ترافيکو مديرسمونوال حميدالله خان وايي د کندهار-کابل  او کندهار- هرات پرلويو لارو يې دخپل مسؤليت په ساحه کي دوامداره مسافروړونکي موټران کنټرول کړي او سرغړونکي يې دقانون منګولو ته سپارلي دي.

دترافيکو مدير وايي دتيزتګ او ترافيکي پيښو دمخنيوي په موخه يې د لويو مسافر وړونکو موټرانو اکسلېټر ته يو ډول اله نصب کړې ،چي سرعت يې ترسل نه اوړي.

په افغانستان کي تر جنګ جګړو وروسته ‌ډېره مرګ ژوبله دترافيکي پيښو له امله رامنځ ته کيږي،چي لامل يې دلويو لارو خرابوالي او دموټرچلونکو تېز سرعت په بلل کيږي.

خبریال: عبدالقيوم شکوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...