په روزګان کي د طالب قومندان ملا خيرالله په ګډون ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل سوي

د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او چوره ولسوالۍ کي د افغان پوځ هوايي او ځمکنیو عملیاتو کي د مشهور قومندان ملاخېرالله په ګډون ۱۹ وسله وال طالبان وژل سوي او ۱۵ نور ټپیان سوي دي.

د هیواد سویل کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند احمدصادق عیسی وايي، د مرکز ترینکوټ په شمالي اړخ کي د وسله والو طالبانو یو پټنځای افغان هوايي ځواکونو بمبار کړی چي ۱۷ تنه طالبان پکښي وژل سوي او ۱۱ نور ټپیان سوي دي.

هغه د یو بل خبر له مخي وايي د چورې ولسوالۍ په نیازو کلي کي طالب قومندان ملاخيرالله د پوځ عملیاتو کي وژل سوی او څلور ملګري یې ټپیان سوي دي.

د طالبانو په بمبار سوې قرارګاه کي پوځ په لوی شمېر د سپکو او درنو وسلو، چاودېدونکو توکو او نورو مهماتو د له منځه تلو ادعا هم کړې ده.

خبریا: بریالی انصاري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د ښار او ولسواليو خلګو د خپلو ستونزو د حل په موخه د کندهاروالي سره وليدل

د يکشنبې په ورځ ماپښين مهال د کندهار ښار او ولسواليو خلګو له کندهاروالي تورنجنرال ...