په دُبۍ کي نن دوشنبه د کرکټ د افغان لوبغاړو داوطلبي کيږي

ټاکل سوې ده چي نن دوشنبه په متحده عربي اماراتو کې د لوبغاړو د بولۍ مراسم جوړ سي چي په کې به د لسګونو افغان لوبغاړو ترڅنګ، يوشمېر مشهور بهرني لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندي سي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، د افغانستان د کرکټ غوره لیګ يا (اې. پي. ال) سیالیو هره لوبډله به تر شلو لوبغاړو د پېرلو حق ولري چې ۷ به یې بهرني او پاتې به یې افغان لوبغاړي وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا،د لوبغاړو بیې به له سلو زرو امریکايي ډالرو نېولې، تر ۱۵ زرو ډالرو پورې وي او هرې لوبډلې ته د لوبغاړو د اخيستو لپاره تر پنځه نیم لکو ډالرو د لګښت اجازه ورکړل شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لومړی پړاو د اکټوبر له پنځمې تر ۲۱مې پورې په متحده عربي اماراتو کې د افغان او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره سي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د ښار او ولسواليو خلګو د خپلو ستونزو د حل په موخه د کندهاروالي سره وليدل

د يکشنبې په ورځ ماپښين مهال د کندهار ښار او ولسواليو خلګو له کندهاروالي تورنجنرال ...