ټرمپ: ایران د ترهګرۍ لوی ملاتړی دی او نباید لویې وسلې ولري

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ پر ایران کلک انتقادونه وکړل او هغه یې د ترهګرۍ لوی ملاتړی یاد کړ.

ښاغلي ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل “اجازه نه ورکوو چې د نړۍ د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی دې سترې وسلې ولري”.

نوموړي د ایران حکومت “د فساد دیکتاروي” وباله او وویل چې د ایران چارواکي د نورو هېوادونو مشرانو ته درناوي نلري.

هغه همدغه راز د ایران حکومتي چارواکي تورن کړل چې د خپل هېواد د اقتصاد سترې برخې یې قبضه کړې چې په سیمه کې د هغه په خبره خپلې نیابتې ډلې ټپلې وساتي او پالي.

ولسمشر ټرمپ دا خبره هم وکړه چې ایران د اتومي تړون څخه ناوړه ګټې اخیستې ده.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...