ولسمشر د کرکټ بورډ مخکني رئیس ته دولتي مډال او لوبغاړو ته نغدي جایزې ورکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د کرکټ بورډ مخکېني عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته نعدي جایزې ورکړې.

په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي د جمهور رئیس له باور څخه په مننې وویل، د لوبغاړو د وړتیاو لوړولو ترڅنګ به هغوی ته لا ښې زمینې برابرې کړي،چې په راتلونکي کې لا ډېرې بریاوې او لاسته راوړنې ولري.

ښاغلي فضلي وویل، د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالیو ته پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا چټکې کړي. نوموړي د کرکټ بورډ د مخکېني عمومي رئیس عاطف مشعل هلو ځلو د قدردانۍ ترڅنګ له نوموړي له دې امله هم مننه وکړه چې اداره یې په ټوله امانتدارۍ ور وسپارله او هیله یې څرګنده کړه چې دا باید د ټولو مسوولینو لپاره یوه نمونه وي.

د کرکټ د ملي لوبډلې مشر اصغر افغان کرکټ او لوبغاړو ته د جمهور رئیس د همېشنۍ پاملرنې او د دغې ادارې د مسوولینو څخه مننه وکړه او وې ویل، ستاسو د پاملرنې له برکته لوبغاړو داسې لوبه وکړه، چې د هیوادوالو تر څنګ یې د نړیوالو پام هم ور واړاوه.

ورپسې د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د افغانستان د کرکټ بورډ مخکېني عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست.

په فرمان کې راغلي : د افغانستان کرکټ بورډ پخواني لوی رئیس ښاغلي شکرالله عاطف مشعل نړیوالې شورا کې د افغانستان کرکټ د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو، د کرکټ ستراتیژیک پلان او پالیسي جوړولو په برخه کې هلې ځلې کړي. همداراز یې د اړوندو چارو د سمون او ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې له ځانه ښې وړتیاوې ښودلې دي. له همدې امله د هغه د غوره او قدر وړ خدمتونو د تقدیرولو په موخه نوموړي ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړه منظوروم.

جمهور رئیس غني لوبغاړو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د ټولو تبصرې دا وې چې افغان لوبغاړو د افغانانو زړونه وګټل. زه او ټول افغانان پر تاسو ویاړو. هغه زیاته کړه،له هغه هندي ماشوم سره چې ژړل یې ستاسو عکسونه ستاسو د عالي اخلاقو ښکارندويي کوي او هندیانو هم وویل چې د هند او افغانستان دوستي دایمي ده.

جمهور رئیس غني لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، تاسو واقعي نظم او ډسپلین لرئ. اتفاق او ټیمي کار مو هم بېساری دی، ځکه په دقت لوبه او کار کوئ. ستاسو په اخلاقو ویاړم او تاسې د افغانستان واقعي سفیران یاست.

د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د کرکټ بورډ مخکېني عمومي رئیس عاطف مشعل څخه په یاده اداره کې د کوښښونو او خدمتونو له امله مننه وکړه او د یادې ادارې نوي رئیس عزیزالله فضلي ته یې د مبارکۍ ترڅنګ د لا ښو خدمتونو هیله وکړه. هغه زیاته کړه، د کرکټ د ملي لوبډلې د اتلولیو او لا ښو لاسته راوړنو لپاره به ټول لازم امکانات برابر کړي.

محمد اشرف غني لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي ستاسو ټینګ ملاتړی دی. په وروستۍ لیدنه کې یې راته وویل، د کرکټ افغان لوبغاړو سره اوس ډېرې هندي کورنۍ بلدې دي او د ښو بریاو له امله ورته چکچکې کوي. جمهور رئیس د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د اتلولیو او لا ښو بریاو هیله وکړه.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...