هلمند کي د عالي قابله لګۍ او نرسینګ زده کړو لپاره ۸۰۰ نارینه او ښځینه زده کونکو کانکور ازموینه ورکړه

د عامي روغتیا وزارت مسئولین وايي : له دې زده کونکو یوازي ۹۰ تنه به يي د یادو زده کړو لپاره جذب سي.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست د روغتیايي زد کړو انستیتیتوت لپاره دولس سوه تنه زده کونکو نومونه ثبت کړې وه ، چي اته سوه زده کونکي يي د کانکو ازمویني ته حاضر سوه.

د عامي روغتیا وزارت له خوا راغلي پلاوي مشر او د پوهاند غضنفر د روغتیايي علومو مرستیال ډاکټر عبدالستار جبار زوی وویل : په دومره شمېر د نارینه او ښځينه زده کونکو حاضرېدل ، د دې ښکارندويې کوې ، چي دلته ولسونه د طب له مسلک سره خورا زیاته مینه لري ، هغه وویل : که ځايي اداره امکانات برابر کړې ، ښوونکي او تدریسي چاپيریال ولري ، نو دوی حاضر دي ، چي یو بل ټولګۍ هم پرانیزي.

د هلمند مرستیال والي مجاهدالله صفاري د کانکور د دې ازمویني پر شفافیت ټینګار وکړ ، او د عامي روغتیا ریاست له مسئولینو يي غوښتنه وکړه ، چي ازموینه په پوره شفافیت سره واخلي.

د یادوني وړده چي ، هلمند کي د دولتي روغتیايي انستیتیوت اوس مهال یوازي قابله ګي او عالي نرسینګ ټولګي لري ، چي د هرې ازمویني لپآره سلګونه نارینه او ښځینه زده کونکي نوم لیکنه کوې ، خو ځايي مسئولین وايي ، د امکاناتو په ډېروالي سره به یو شمېر نورې ټولګۍ هم ور زیاتي کړي.

خبریال: مطمین

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...