هلمند کي د خرما ونو د پام وړ حاصلات کړي

د هلمند زراعت ریاست مسولینو او یو شمېر کروندګرو په دې ولایت کي د القاح سوو خرماوو، تر لاسه سوې حاصلاتو ځیني نمونې هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ته وړاندي کړې.

د هلمند زراعت ریاست مسولینو او یو شمېر کروندګرو په دې ولایت کي د القاح سوو خرماوو، تر لاسه سوې حاصلاتو ځیني نمونې هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ته وړاندي کړې.

د زراعت ریاست مسئولینو او راغلو کروندګرو وویل: چي په هلمند ولایت کي خرما سل سلنه ښه پایله ورکړې او که په دې برخه کي کار وسي او ډېر باغونه يې جوړ سي نو په دې سره به د بزګرانو اقتصادي حالت هم سم سي.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل: داچي خرما ښه پایله ورکړې همدا د زراعت ریاست هڅي او د بزګرانو خواري وه او په دې برخه کي ولایتي اداره په کامله توګه خپله همکاري کوي ترڅو دلته د خرما د باغونو په جوړولو کي کار وکړي او مرکز څخه په دې برخه کي مرسته وغواړي.

هلمند والي وویل: یوه طرحه مو جوړه کړې او مرکز ته مو لېږلې تر منظورۍ وروسته به دلته د خرما، پستې، زعفرانو او ډېرو نورو باغونو او کښتونو د ترویج په برخه کي کار وشي چي خلک به ډېره ګټه ترې پورته کړي.

د ویلو ده، چې د هلمند د لښکرګاه ښار په ګن شمېر کورونو او دولتي ودانيو کې له وړاندې د خرماو ونې ولاړې وې، چې څه موده وړاندې د کرنې رياست او پدې برخه کې د يوه بنسټ له لوري يې د القاح چارې ترسره شوي ، چې ورسره سم يې د ښه کيفيت له مخې حاصلات ونيول.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې پوليسو هند ته د هېروئينو انتقالوونکي نيولي دي

د کندهار امنيه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدير څارمن عبدالباقي ...