نوازشریف د خپلي میرمني د جنازې د مراسمو لپاره خوشی سوی

د پاکستان حکومت پخوانی صدراعظم نواز شریف د هغه لور مریم نواز او زوم صفدر د کلثوم نواز د جنازې په مراسمو کې د گډون لپاره د دولسو ساعتونو لپاره خوشي کړیدي.

د پاکستان د بندي پخواني وزیراعظم میا نوازشریف میرمن کلثوم نواز د سرطان د اوږدې ناروغۍ له کبله د سه شنبې په ورځ وفات شوه، د هغې د مړینې د خبر د خپریدو نه وروسته په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوهانو او د فعالینو برسیره عادي خلکو په ټولنیزو رسنیو د حکومت نه غوښتنه وکړه چې پکار ده نواز شریف او د هغه لور مریم نواز دې د کلثوم نواز د جنازې په مراسمو کې د گډون لپاره پریښودل شي.

د جیو ټلویژن د پاکستاني چارواکو له قوله لیکي چې تروسه پورې د پاکستان حکومت دغه پریکړه نده کړې چې ایا نواز شریف، لور او زوم به یې په مشروط ضمانت د جنازې په مراسمو کې د گډون لپاره پریښودل شي او کنه.

x

دا هم وګورئ

کندهارکي داخلي بېځايه سوي ګډوالي کورنۍ د دولت او اړوند مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتنه کوي چي د دوی سره مرسته وکړي

د کډوالو چارو رياست مسئولین د یادو بېځايه سوو کسانو ستونزه پر ځای بولي خو ...