ملګرو ملتونو دنوم ثبتوني په پروسه کي دکندهاري ولس بېساری ګډون وستايه

افغانستان کي د رڼوټاکنو په برخه کښي دملګرو ملتونو دسياسي نمايندګۍ خاص استازي کرنټ کيفن، چي ددوشنبې په ورځ يې دکندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا سره دهغه دکار په دفتر کښي وکتل ددې ترڅنګ دراتلونکو  پارلماني ټاکنو پر شفافيت هم بحث وکړ.

په دغه ليدنه کښي کرنټ کيفن د ټاکنو په موخه دنوم ليکني پروسه يو بريالی اقدام وباله، چي په مرسته به يې دکندهار ولس راتلونکو ټاکنو کي پراخ ګډون وکړي.

هغه وويل دکندهاري ولس ددې اقدام څخه، چي دحکومت څخه ملاتړ او دټاکنو ملي پروسه کښي ګډون کوي ملګري ملتونه  منندويه دي.

کيفن زياته کړه، چي يوناما دټولو هغو ستونزو او خنډونو په حل کي مرسته کوي، چي دټاکنو شفافيت او روڼتيا ترسوال لاندي راولي.

دغه راز کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا هم ليدنه کښي دملګرو ملتونو دلاسنيوي مننه وکړل او زياته يې کړل، چي دوی دټاکنو په اړه دعامه پوهاوي غونډي جوړي کړي او هم يې درسنيو او متنفذينو په مرسته ټولو وګړو ته څرګنده کړې، چي دولسواکۍ اصل ټولټاکني او سياسيون کولای سي ددې مشروع لاري واک ترلاسه کړي، چي په دې برخه کښي دکندهار ولس رغنده رول اداکړي او لومړی درجه ولايت دی، چي پکښي زياتو کسانو دټاکنو په هدف نوم ليکنه کړې ده.

ښاغلي ويسا وويل، دکندهار ولايتي ادارې دراتلونکو پارلماني ټاکنو دښه ترسره کيدلو او ډاډمن امنيت له پاره پلانونه جوړ کړي او دټاکنو په ورځ به ډول خلګ په ډاډه زړه خپله رايه استعمال کړي.

خبریال: نثاراحمد احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...