له مرکز څخه راغلی ۶ کسیزه پلاوی غواړي چي کندهارکي دټاکنو لپاره دجوړو سوو تذکرو په هکله چي کوم شکايات چي موجود دي برسي کړي

د دغه ۶ کسیزه پلاوي مشري د لويي څارنوالۍ د نظارت مسؤل نور هادي هادي کوي چي د ملي امنیت لوی رياست، کورنيو چارو وزارت، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، اداره ملي احصایه و معلومات او د مرکزي ادارې د ثبت احوال نفوس استازي پکښي برخه لري.

دغه پلاوي د یکشنبې په ورځ کندهار ولایت ته سفر وکړ او لومړی یې له کندهاروالي تورن جنرال زلمي ویسا سره په ولایت مقام کي وکتل، چي پرمهال یې مرستیال والي عبدالحنان منیب هم حضور درلود

 د دغه پلاوي مسؤل نور هادي هادي وویل  هدف مو کندهار ولایت ته د ټاکنو لپاره د جوړو سوو تذکرو برسي ده چي څومره پکښي اصلي جوړي سوي، ترڅنګ به يې په دغه برخه کي د خلګو شکایتونه هم اوري ، دهغه په خبره دغه ټوله راپور به تر تکمیلولو وروسته له رئیس صاحب جمهور سره هم شریکوي.

نوموړي د معلوماتو په راټولو کي له کندهاروالي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه ترڅو د هغه په سپارښتنه اړونده ادارې ورسره پوره معلومات شريک کړي .

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ویسا راغلي پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ .

ښاغلي ويسا ټينګار وکړ چي دغه موضوع په دقت سره وڅېړي ترڅو ټولو ته څرګنده سي چي څومره تذکرې جوړي سوي او د اصلي او جعلي تعداد هم معلوم سي، هغه له راغلي پلاوي څخه وغوښتل چي د خلګو شکایت ته خاصه پاملرنه وکړي او د هغوي ستونزي هم واوري .

خبریال: رحیم الله رحیمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...